فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
قلندر مومند کۀ هرڅو نوم په ادب کې پيدا کړى ؤ خو د شخصيت اړخونه يې دومره گڼ دي چې په هراړخ يې بلهابلها کتابونه ليکل کيدى شي.
دپاکستان د خيبر پښتونخوا صوبې اسمبلۍ د جمعې په ورځ غوښتنه کړې ده پيښور کې په سکول دشوي بريد له امله د رامينځته شوي ملي يووالي څخه په استفاده دې د ترهگرۍ په ضد روانه جگړه منطقي انجام ته ورسول شي.
دخيبرپښتونخوا کابينې مرکزى حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې که چرې افغان حکومت افغانستان کې دپټو هاغو ترهه گرو په ضد گامونه نۀ اخلي کوم چې دپاکستان دننه دترهه گرۍ پيښو کې دککړو ترهه گرو په ضد گامونه نۀ اخلي نو پخپله دې افغانستان کې دپټو ترهه گرو خلاف کارروائي وکړي.
دنهې په ورځ پيښور کې په يو سکول ترسره شوي خونړۍ بريد کې د١٣٢ ماشومانو د وژل کيدو وروستو دپاکستان دپوځ سرلښکر په بيړني ډول افغانستان ته رسيدلى اؤ دغلته يې د افغان پوځي چارواکو څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پټ دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر مولوي فضل الله دې پاکستان ته ورسپارل شي.
ميندو د دسمبر په سخته يخنۍ کې خپل بچي په توره خړه کې د خوبه راپاڅول ، چايې يې پرې وڅښلې ،د کتابونو بستې يې ورته سمې کړې ، بوټان يې ورله پالش کړل ، يونيفارم يې ورته پغاړه کړو، د نيمې چوټۍ دپاره يې ورله په جيبونو کې پيسې هم واچولې اؤ د کوره يې په توره خړه کې په سخته يخنۍ کې رخصت کړل ...
دعوامي نيشنل پارټي مرکزي سترسکتر مياافتخار حسين وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ څخه د ملاله يوسفزئ په ملاتړ د قرارداد په منظوريدو کې دلم وليټ څخه دکار اخستل کيدو په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي دا ډيره د شرم خبره ده
دپاکستان دپوځ وياند(ډي جي ائي ايس پي ار) ميجر جنرل عاصم سليم باجوه وئيلي دي چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد د" ضرب عضب" په نوم عمليات په کاميابۍ سره روان دي اؤ تر دې مهاله دغو عملياتو کې لږ ترلږه يوولس سوه ترهه گر وژل شوي دي.
د خالي په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په سرښار پيښور کې د ډيورنډ د دواړو غاړو پښتانۀ د افغان کلتور د نړيوالې ورځې د نمانځلو په لړکې سره خپلو کې راټول شوي اؤ دملي اتڼونو ،مشاعرو، ټنگ ټکور، اؤ ثقافتي توکو په نندارتون راجوړولو سره نړۍ ته پيغام ورکوي چې پښتانۀ جنگيالي يا تندروه خلک نۀ بلکې دنړۍ يو ب
دشمالي وزيرستان څخه وروستو د افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو د زيارت په ورځ د ترهگرو اؤ تندلارو په ضد د” خيبر ون “په نوم په لويه سطحه پوځي عمليات پيل کړي چې پکې په لمړۍ ورځ د 21ؤ ترهگرو د وژلو دعوه شوې ده. چارواکي وايي ددغو عملياتو له امله د سيمې څخه په زرگونو کورنۍ د سرپناه په غرض خوندي سيمو ته اوځي.
د بدرمنير سوک به ولن ته څه ورغلو چې د فلم کتونکو دخوښۍ جذبات به د سينو نه په راوتلو شول. د پښتو فلمونه ددغه لويې نوم نه شروع کيږي ، اؤ کۀ د زرين دور خبره يې کوو نو هم دبدرمنير په نوم ختميږي.
چرته کۀ په ټوله نړۍ کې کم عمره پښتنې ميرمنې ملالې ته د نوبل په جائزه گټلو د خوشحالۍ څرگندونې روانې دي نو هلته په پاکستان کې هم په لمړي ځل لويو اؤ وړو ورځپاڼو اؤ د ټي وي چينلو د ملالې دغه اعزاز دپاکستان درناوى گڼلى او په خپلو خپرونو کې يې ملالې ته خاص ځايې ورکړى دى.
د افغانستان صدر حامد کرزي يو وئيلي د خپلې واکمنۍ په موده کې يې هڅه وکړه چې افغان له هرې خوا په پښو ودروي اؤ نور بايد د پردو په وړاندې محتاجه پاتې نه شي اؤ تر دې وروستو به هم د يو عادي افغان په توگه د حکومت اؤ نظام په مضبوطو کې دنوي افغان حکومت سره بشپړ ملاتړ وکړي
دغومقررينو وويل بايد نور پښتانۀ د نړۍ د پرمختللو قامونو نه سبق واخلي، دخپلو تربگنو څخه تيرشي، د دښمنانو په سازشونو ځانونه باخبره وساتي اؤ د خپل ملي کلتور د راڅرگندولو له لارې خپل ژوند کې يو روښانه بدلون رامينځته کړي .
دپاکستان اؤ افغانستان د اولسونو گډ سازمان ( پاک افغان پيپلز فورم) پريکړه کړې ده چې د23 م ستمبر ورځ به د نړيوال افغان پښتون ثقافت په توگه نمانځي چې په دې لړ کې به په 18م اؤ 19م اکتوبر پيښور کې درنې کلتوري ميلې راجوړولى شي.
په نزدې وختونو کې پښتو فلمونه د زوال سره مخ شوي وؤ خو د پښتو فلمونو جوړونکي دعوه کوي چې اوس د زوال ددغه دور نه وتلي دي اؤ سينيماگانې يو ځل بيا د فلم کتونکو څخه ډکې شوي چې وجه يې معياري فلمونه دي
ياسمين خان د پښتنو د قبائيلې سيمې خيبر ايجنسۍ د اپريدو د قبيلې سره تعلق لرونکې د پښتو فلمونو اولنۍ هيروئن ده چې خواوشا په دريوؤ سوؤ پښتو اؤ اردو فلمونو کې يې کار کړى اؤ پخپلو غوره فني صلاحيتونو يې د پښتنو زړونه گټلي دي.
راپورونه وايي د پاکستاني طالبانو لخوا څلور کاله وړاندې تښتول دخيبرپښتونخوا صوبې د سرښار پيښور داسلاميه کالج يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفيسر اجمل خان امنيتي ځواکونو شمالي وزيرستان کې د عملياتو په مهال د تښتوونکو د منگولو څخه روغ رمټ راخلاص کړى اؤ نوموړى خپل کور ته رسيدلى دى.
په پاکستان کې د روان سياسي کړکيچ د هواري اميد وروستو له هغې پيدا شوى چې د وزيراعظم نوازشريف دحکومت تختې نسکورولو دپاره راپورته شوي دوه گوندونه پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک د پوځ لخوا منځگړتوب ته د راوړاندې کيدو وروستو د حکومت ختمولو دپاره د خپلو ورکړل شوؤ مهلتونو څخه تيرشوي دي .
لوړه دنگه،سره سپينه، دسرو طلايي اوږدو زلفو لرونکې دا پيغله اريبا خان ده ،چې په دې اميد دپښتو فلمونو ميدان ته راوتلې چې نورو ټولو هيروئنو ته په ماتې ورکولو به د پښتو فلم دمينه والو په زړونو خپل راج قائموي
په پاکستان کې د حکومت د تختې نسکورولو دپاره د دوؤ گوندونو پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک لخوا د تيرو شپږو ورځو راهسې د پيل کړل شوؤ احتجاجي مارچونو زور په کښيناستو راغلى اؤ د شورو په ورځ دحکومتي غړو د پوځ د سرلښکر جنرال راحيل شريف سره د ليدو وروستو دغه دواړه گوندونه د خپلو دريځونو نه په شا شوي دي.
نور کتل