فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
په دغو بحثونو کې د روانو مارچونو په بيلابيلو اړخونو د عمران خان اؤ طاهرالقادري پلويان اؤ مخالفين نه يواځي لفظي رڼا اچوي بلکي د ازادي مارچ اؤ انقلاب مارچ په اړوند هاغه عسکونه هم خپروي چې يا خو ترې ددغو مشرانو د شخصيت د درناوي تاثر راولاړيږي اؤ يا د سپکاوي .
پاکستان نن دخپلې ازادۍ ٦٨مه کليزه په داسې حال کې نمانځي چې ددغه هيواد دننه کال ٢٠١٣م کې ترسره شوؤ ټولټاکنو کې ددرغلۍ په تورونو سياسي کړکيچ سر راپورته کړى اؤ پاکستان تحريک انصاف گوند دخپلو لسو لکو کارکنانو سره نن پلازمينې اسلام اباد ته دازادي مارچ په نوم دورټوليدو اعلان کړى.
د نهې په ماسخوتن دپاکستان په يوشمير ټي وي چينلونو اؤ شوشل ميډيا د پښتو ژبې د نوميالۍ سندرغاړې گل پاڼې د وژل کيدو خبر په ټوله نړۍ کې د ځنگل د اور په په څير خپور شو اؤ د پښتو موسيقۍ مينه وال يې د سختو انديښنو سره مخ کړل
په پاکستان کې د نور کله په څير دا ځل هم د وړوکي اختر په بيلابيلو ورځو د ويشل کيدو امکان پيدا شوى دى. د پيښور د مقامي علماؤ د مياشت ليدنې د کميټۍ غونډه د اتوار په ماښام قاسم علي خان جومات ته راغوښتل شوې اؤ ټاکل شوې دسرکاري کميټې غونډه به د گل په ورځ کيږي.
د پښتو د نوميالي سندرغاړې خيال محمد استاذ د مرگ په هکله چې د خالي په ورځ کومه افواه خوره شوې ده د خيال محمد استاذ مشر زوئ اؤ وتلي هنرمند انور خيال دغه افواه سختۍ سره رد کړې اؤ وايي خيال محمد استاد د وړاندې په نسبت اوس د خپلې ناروغۍ نه ډير ښه شوى دى.
د کلي ژوند کۀ ډير ساده وي خو د سکون،ارام اؤ خوږو ډک وي ،دکلي ارمان هله بنده له ورشي کله چې دخپل کلي نه مسافرشي. دښار دتيز رفتاره مشيني ژوند دننه کۀ اسانۍ ډيرې وي خو هربنده يې دومره په منډه کړى وي چې په دغه منډه کې يې زړگى ستړى ستړى وي اؤ غواړي چې کله به دمه اؤ سکون اومومي. اکثر خلک چې دکلو څخه ښاريو کې ژوند اختيار کړي نو د ژوند په يو ډگر ارومرو ارمان کوي چې کاش بيايې يو ځل دخپل کلي ساده باده دسکون ډک ژوند نصيب شي. دغه کليوال ژوند دهر قسمه مکر،فريب،دوکو اؤ دوه رنگۍ څخه داسې پاک وي لکه دښارونو په پرتله چې کلي د دوړو،شور اؤ لوگو څخه پاک وي. ديو بل په درد درديدل،گډه غم ښادي،دسختې په وخت يو بل له لاس ورکول د کليوال ژوند خاصه گڼل کيږي. دښار خلک کۀ د ژوند د ډيرو ضرورتونو اؤخواهشاتو پوره کولو دپاره شپه ورځ ناقراره اؤ په منډه وي نو د کلي خلک خپل محدود خواهشات هيڅ کله ناقرارتيا ته نۀ ورکوي. د ورځې په پټو کې کرکرونده،مال له گياه کول اؤ دشپې حجرې ته راټوليدل دکليوال ژوند هاغه عکس دى چې دخپل کلي نه د بې کوره شوؤ مسافرو په سترگو کې لکه د خوب غړيږي. دکليوال ژوند دغه خوارۀ وارۀ رنگونه په دې عکسونو کې ليدلى شئ
دپاکستان د بلوچستان صوبې سره تعلق لرونکى دپښتو نوميالي شاعراؤ اديب عبدالباري اسير د ورپيښې ناروغۍ له امله پحق رسيدلى اؤ د نهې په ورځ پخپله پلرنۍ سيمه پشين کې خاورو ته سپارل شوى دى.
په داسې حال کې چې دپاکستان پوځ په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د حکومت مخالفه تندروه وسله والو په ضد عمليات پيل کړي د خيبرپښتونخوا سرښار په پيښور کې ورسره سم په پوليسو دبريدونو لړۍ چټک شوې اؤ د جمعې په ورځ په دوؤ بيلابيلو بريدونو کې څلور پوليس عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي
د خالي په ورځ په ټول پاکستان کې د پخواني پوځي امر جنرال ضياء الحق لخوا په پينځم جولايي ١٩٧٧ کې د پځايې کړل شوې مارشل لاء په ضد احتجاجونه شوي اؤ 37 کاله وروستو هم خلکو د جمهوريت په مقابله کې دامريت واکمني غندلې ده.
دافغانستان يو لوړپوړي پوځي هيئت دزيارت په ورځ په پينډۍ کې دپاکستان دپوځ دهيډکوارټر دوره کړې اؤ پاکستاني پوځي مشرانو سره يې دمولوي فضل الله اؤ دکونړ په خاوره دپاکستان لخوا دکيدونکو بريدونو ترڅنگ په گڼو مهمو چارو خبرې کړي دي.
دخيبرپښتونخوا دحکومت له لوري درابلل شوي ټول گونديز کانفرنس برخه والو شمالي وزيرستان کې دطالبانو په ضد دپوځي عملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو په حالت انديښنه څرگنده کړې اؤ دمرکزي حکومت څخه يې غوښتنه کړې ده چې پوځي عمليات دې زر تر زره خپل منطفي انجام ته ورسوي.
په پاکستان کې د نور کله پشان سږ کال يو ځل بيا روژه ويشل شوې اؤ دمياشت ليدنې د حکومتي کميټۍ لخوا په هيواد کې د گل په ورځ د لمړۍ روژې داعلان کولو وروستو د پيښور په قاسم علي خان جومات کې د علماؤ کميټۍ اعلان کړى چې د رمضان د مياشت ليدنې په حواله ورته څلويښت شهادتونه ترلاسه شوي ځکه نو د اتوار په ورځ به لمړۍ روژه وي.
د نهې په شپه د پاکستان د خيبرپښتونخوا د سرښار پيښور په هوايي ډگر د سعودي عرب څخه پيښور ته په راغلې الوتکه د کوزيدو په مهال شوي بريد کې يوه زنانه مړه شوې اؤ دوه کسان نور سخت ژوبل شوي دي .
دپاکستان پوځ دکډوالو په شمير کې داضافې اؤ هغوي سره دمرستو په اړه دغه بيان په داسې حال کې جاري کړى چې دشمالي وزيرستان څخه بې کوره شوؤ يو شمير کډوالو په پوځ اؤ حکومت نيوکې کړي چې چې بنو ته دکډوالو کولو په مهال که دپوځ لخوا دسختې تالاشۍ له امله دتکليف سره مخ دي
دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وئيلي دي چې شمالي وزيرستان کې دپوځ له لوري دطالبانو په ضد دعملياتو پيل کيدو راپديخوا خيبرپښتونخوا ته نزدې ٧٠ زره بې کوره شوي کسان ورغلي خو دحکومت لخوا جوړو کړل شوؤ کيمپونو کې يواځې يوه کورنۍ ميشته ده.
دپاکستان دخيبرپيښتونخوا حکومت پريکړه کړې ده چې د پيښور د يو سره تربله سره په اسانه لاره دتير رفتاره بس له لارې خپل منزل ته د اولس رسؤلو دپاره به په ټول ښار کې ٢٧ کولو ميټره اوږد سرک تيرولي اؤ دپيښور ټول سړکونه اؤ لويې لارې به د پلازمينې اسلام اباد اؤ لاهور په څير پراخولى اؤ دپاسه به پرې شينکى زرغونولى شي.
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ د اوربند ماتيدو وروستو دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشورو اؤ زيارت په مينځ شپه دامريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا په ترسره شوؤ دوؤ بيلابيلو بريدونو کې لږ ترلږه 16 جنگيالي وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې حکومت پريکړه کړې چې په صوبه کې د ميشته اقليتونو د تحفظ دپاره به تعليمي نصاب کې د مذهبي اهنگۍ د درس ورکولو ترڅنگ د ټولنې ټولو وگړو څخه د موثره کردار اخستو دپاره کوټلي گامونه اخستل کيږي .
د ډيرو ورځو نه د پښتو د غزل د شاهنشاه استاد خيال محمد اواز خاموش دى، غوږونه د هغۀ سندرې نۀ اوري اؤ سترگې د هغې د مينې د ډکې څهرې ليدو نه محرومې دي.
دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ په گډه پوله د يوبل په ضد د کيدونکو پوځي بريدونو پسر تاؤ تريخوالى سيوا شوى اؤ پاکستان په افغانستان غږ کړى چې بايد د خپلې خاورې د پاکستان په ضد د استعمال مخه ونيسي.
نور کتل