لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزئ: هڅه مې وکړه چې افغانستان پخپلو پښو ودرؤم


حامد کرزي په دغه ليدنه کې د پيښور د خبريالانو څخه د پيښور د اوسني وضعيت په هکله حال احوال هم واخستو اؤ د پيښور په ذکر کې خاصه خوښي وښودله
حامد کرزي په دغه ليدنه کې د پيښور د خبريالانو څخه د پيښور د اوسني وضعيت په هکله حال احوال هم واخستو اؤ د پيښور په ذکر کې خاصه خوښي وښودله

د افغانستان صدر حامد کرزي وئيلي د خپلې واکمنۍ په موده کې يې هڅه وکړه چې افغان له هرې خوا په پښو ودروي اؤ نور بايد د پردو په وړاندې محتاجه پاتې نه شي اؤ تر دې وروستو به هم د يو عادي افغان په توگه د حکومت اؤ نظام په مضبوطو کې دنوي افغان حکومت سره بشپړ ملاتړ وکړي.

هغه دا څرگندونې د جمعې په ورځ د کابل په صدارتي ماڼۍ ارگ کې د وائس اف امريکه ډيوه خبريال فاروق فراق سره دخبرو په مهال کړي دي.

ټال شوې ده په افغانستان کې د نوي صدر په توگه د اشرف غني د منتخب کيدو وروستو حامد کرزى د گل په ورځ اقتدار نوي صدر ته سپاري اؤ دا لمړى ځل دى چې د افغانستان دننه په جهموري نظام کې په سياسي توگه يو صدر په پرامنه توگه حکومتي واک د اولس لخوا ټاکل شوي صدر ته سپاري.

حامد کرزي سره د ارگ په صدارتي ماڼۍ کې په وروستي ځل د جمعې د نمونځ اداکولو اؤ الوداعي ليدنو دپاره د افغانستان د بيلابيلو ولايتونو واليان، قومي اؤ سياسي مشران ملاقات ته ورټول شوي وؤ.

د خپلو خبرو په مهال حامد کرزي وويل هغه اوس هم په دې عقيده دى چې افغانستان کۀ هرڅو د پرمختيا زړۀ پورې مزل کړى خو لا ډير څه کول ورته پاتې دي.

د حامد کرزي په وينا اوس نو هغه مطمئين دى چې څنگه په سوله ائيز ډول افغاناستان کې د جمهوري رياست ټاکنې سرته ورسيدې ، همدغه راز به دافغانستان نوى حکومت اؤ اولس خپل هيواد کې د سولې، د ډيموکراسۍ د پياوړتيا، اقتصادي اؤ ټولنيزو پرمختگونو دپاره په گډ ډول گامونه واخلي.

حامد کرزى چې د غرمې د ډوډۍ په ميز يې د ډيوه راډيو سره دغه خبرې کولې بيخي مطمئين ښکاريدو اؤ د اقتدار په پريښودو يې په مخ هيڅ د ناخوښۍ نخښې نه ليدل کيدې ، ډلې ډلې کسان دهغه خوا له په ادب اؤ احترام ورغلل اؤ ټولو په يوه خوله د حامد کرزي ديارلس کلنه دوره د افغانستان د پرمختيا دپاره يوه زرينه دوره وگرځوله ، هغه هرچا ته ډاډ ورکړو چې د هيواد خدمت د ټولو گډه وظيفه ده اؤ جمهور رئس وي که نۀ وي دغه وظيفه به د يو عادي افغان په توگه ترسره کوي .

د حامد کرزي سره په دغه ليدنه کې د پيښور گڼ شميرخبريالان چې پکې د پيښور پريس کلب صدر ناصر حسين، عمومي سکتر فداعديل، د خيبريونين اف جرنلسټس مرستيال مشر محمد نعيم ، ناصرداوړ، نثار محمدخان اؤ افغان خبريال عبدالحق عمري شامل وؤ.

حامد کرزي په دغه ليدنه کې د پيښور د خبريالانو څخه د پيښور د اوسني وضعيت په هکله حال احوال هم واخستو اؤ د پيښور په ذکر کې خاصه خوښي وښودله .

دپيښور خبريالانو په دغه موقعه افغان صدر څخه افغانستان کې د قيد پاکستاني خبريال فيض الله د خوشې کيدو غوښتنه هم دانساني همدردۍ په بنياد وکړه چې د هغې په جواب کې حامد کرزي ډاډ ورکړو ډير زر به ددغه پاکستاني صحافي د خوشې کولو دپاره اقدام وکړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG