فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
افغانستان کې د طالبانو اؤ القاعده جنګیالي دا مهال خپلو کې په جګړه بوخت دي اؤ دواړه خواوې هڅې کوي چې یو بل له پښو وغورځوي
د وائس اف امریکه ډیوه راډیو لخوا د ډاکټر راجولي شاه خټک علمي خدماتو ته د درناوي وړاندې کولو په غرض راجوړ شوي دغه سیمینار کې د پښتونخوا د ګوټ ګوټ څخه نومیالوشاعرانو، ادیبانو،لیکوالو اؤ دانشورانو برخه واخسته اؤ د ارواښاد په علمي اؤ ادبي خدماتو یې رڼا واچوله
السلام علیکم ... زما لاسونه ډیر په احترام د میز ترشا په پرته کرسۍ ناست رعب داره صاحب ته وړاندې کیږي... '"وا سام" اؤ ددې الفاظو سره سم زما لاس ته فقط دوه کوتې راځي..... کښیناستی شم ؟ زما ددغه پوښتنې سره په کرسۍ ناست صاحب خاموش پاتې کیږي ، زه د ځان سره پیکه کیږم اؤ بیا زه له خپله انده میلمنو دپاره په پرتو کرسو کښینم ...
دپښتو ژبې ستر دانشور،نقاد،محقق اؤ شاعر ډاکټر راج ولي شاه خټک چې دگل په ورځ دزړۀ ددورې له امله وفات شوى ؤ دخيبرپښتونخوا دنوښار پخپل پلرني کلي ډاگ اسماعيل خيل سيمه کې خاورو ته سپارل شوى دى.
په پاکستان کې چې نور کله اکثره د اختر رنګونه د ورځو تفریق پیکه کوي سږکال په بیلابیلو ورځو هم داختر نمانځل کیدو باوجود دپشکال په سخته ګرمۍ کې یخ جانانه موسم د اخترخوشحالۍ اؤ رنګونه برقرار ساتلي دي اؤ خلک په جوش اؤ جذبه د اختر په نمانځلو بوخت دي.
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ښاغلي شاهد خان وويل پخپلو دريواړو فلمونو کې يې پښتنو ته دجنگ ، جگړو، دښمنۍ اؤ تربگنۍ څخه دتيريدو اؤ انسانيت سره دمينې پيغام ورکړى دى.
د افغانستان یوې وسله والې تندروه ډلې حزب اسلامي خپلو جنګیالو ته افغانستان کې دداعش په پلوۍ د جنګیدو امر کړی اؤ وئیلي یې دی چې که طالبان دداعش سره جنګیږي نو د حرب اسلامي پلویان به په دغه جګړه کې دداعش کلکه ملګرتیا کوي
سرچینې وایي دپاکستان دسندهـ صوبې په کراچۍ ښار کې دفعاله سياسي گوند متحده قومي موومنټ يا ايم کيو ايم لخوا هند څخه دوسلو اؤ پيسو ترلاسه کولو دتورونو نه وروستو په دغه هيواد کې حکومتي اؤ عسکري قيادت په دې مشورو بوخت دى چې ايا دثبوتونو ترلاسه کولو وروستو په ايم کيو ايم لاس واچوي که په ټوله نړۍ کې دهند رسوا کولو ته مټې رابډ وهي.
دپاکستان دخیبرپښتونخوا ایالت په سرښار پیښور کې پولیسو تندلاریتوب ته د ودې ورکوونکو اؤ دطالبانو لوري ته د زلمو مائله کوونکو په ضد عملیات کړي چې پکې پنځلس کسان اسلامي عسکریت خوښۍ ته د ودې ورکولو په تور نیول شوی
پاکستان وايي هیواد ته يې دداعش دننوتلو د مخې نیولو دپاره حکومت څومره چې ممکن وي هڅې کوي خو بیا هم د پاکستان په ګډون ټوله جنوبي ایشیائي سیمه کې دداعش خطره موجوده ده.
مشاعره کې که يو خوا زلمو په خيبرپښتونخوا ، پاکستان يا قبائيلي سيمو کې دننه دخپلو شعرونو دلارې دامن په ضرورت زور راوړړو نو هلته ددغو زلمو دشعرونو نه هم دا تاثر په واضحه ډول راڅرگنديدو چې هغوي دشعر، ادب اؤ فنون لطيفه دلارې دپښتنو په سيمه کې دروانې ترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دستونزې مخنيوى غواړي.
دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر سردار مهتاب احمدخان وئیلي پاکستان اؤ ټولې سیمې ته امن اؤ خوشحالي دقبائیلي سیمې په لاره تیریږي اؤ په وطن مئین قبائیل دغلته دخپل فوځ سره اوږه په اوږه د خپل هیواد دفاع اؤ سالمیت په جګړه بوخت دي
دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو پخوانی وزیر اؤ دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي سترسکتر میا افتخار حسین پولیسو دپاکستان تحریک انصاف د یو ورکر د وژنې په تور نیولی اؤ دهغه په ضد یې د قتل مقدمه درج کړې ده
په مينځني ختيز کې دفعاله تندروه ډلې داعش سره تړلې يوې پاکستاني ترهه گريزې ډلې دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دگل په ورځ دترسره شوې هاغه بمي چاؤدنې ذمه واري په غاړه اخستې چې پکې ديو پخواني سينيټر عبدالواحددرور عبدالاحد په گډون څلور امنيتي عسکر ژوبل شوي وؤ.
په داسې حال کې چې د پاکستان مرکزي حکومت اؤ پوځ څو څو کرته هيواد کې دتندروه ډلې داعش دوجود څخه انکار کړى دپاکستان دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر( ائي جي پي) ناصر خان دراني دعوه کړې ده چې ددغه ډلې سره پاکستاني جنگيالي دپيسو په لالچ کې يوځايې کيږي.
دا هاغه ولي داد استاد دی چې د خیال محمد، ګلناربیګم ،هدایت الله، کشورسلطان پشان لویې فنکاران یې ځلولي خو پخپله د ګمنامۍ په تیاروکې ورک پروت دی.
ستر پښتون سندرغاړي اؤ د پښتو غزل شاهنشاه استاد خيال محمد وړانديز کړى چې کۀ چرې حکومت يا نورې فني ادارې يې سرپرستۍ ته راوړاندې شي نو هغه تيار دى چې د نوي کول د هنرمندانو د فني تربيت دپاره يوه فني اکيډمي پرانزي
د پښتو ژبې د غزل لويې شاعر شمس القمر انديش د اتوار په ورځ د ورپيښې ناروغۍ له امله د يو اتياؤ کالو په عمر کې په حق رسيدلى اؤ ټاکل شوې ده د گل په ورځ غرمه يوولس بجې يې د خيبر پښتونخوا د مردان د مايارو په سيمه کې جنازه ترسره کيږي
د پاکستان پښتون قام پرسته گوند عوامي نيشنل پارټۍ د حکومت څخه غوښتنه کړې ده ، چې په پنجاب صوبه کې د پاکستاني طالبانو د استازانو په ضد په پراخه کچه چټک عمليات پېل کړي .
نن دخالي په ورځ په ٢١مه فرورۍ دپاکستان پشمول ټوله نړۍ کې دمورنۍ ژبو نړيواله ورځ نمانځلى شي.
نور کتل