لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې د طالبانو د استازانو په ضد د عملياتوغوښتنه


مياافتخار ووئيل ، کوم طالبان چې په پنجاب کې دي هغه په اصل کې د نورو طالبانو استازان دي .
مياافتخار ووئيل ، کوم طالبان چې په پنجاب کې دي هغه په اصل کې د نورو طالبانو استازان دي .

د پاکستان پښتون قام پرسته گوند عوامي نيشنل پارټۍ د حکومت څخه غوښتنه کړې ده ، چې په پنجاب صوبه کې د پاکستاني طالبانو د استازانو په ضد په پراخه کچه چټک عمليات پېل کړي .

دغه غوښتنه د اتوار په ورځ پېښور پرېس کلب کې د اردو ژبې د انقلابي شاعر حبيب جالب په اړه د پاکستاني ژورنالسټ مجاهدبريلوي لخوا ليکل شوي کتاب ٫٫ جالب جالب٬٬ د مخ کتنې دستورې ته د عوامي نيشنل پارټۍ (ای اېن پي ) مرکزي سترسيکترميا افتخارحسېن په خپله وينا کې کړې ده .

مياافتخارحسېن ووئيل دا د بدنصيبۍ خبره ده چې د پاکستان حکمرانه طبقه او اسټبلشمنټ ترهگر د پښتنو په سيمو او په خصوصي توگه قبائيلي سيمو کې لټوي ، ولې حقيقت دا دی چې د طالبانو څومره تنظيمونه او نورې څانگې دي ، او څومره وران کاري دي د هغويې څخه زياتره د پنجاب صوبې دننه فعال دي .

نوموړي زياته کړه کوم طالبان چې په پنجاب کې دي هغه په اصل کې د نورو طالبانو استازان دي .

ميا افتخارحسېن دا هم ووئيل چې په قبائيلي سيمو يا پښتونخوا کې کوم طالب په چا حمله کوي د حملې نه وړاندې هغه پېژندل کيږي ، ځکه چې يا يې لويې وېښته او يا يې لويې گيري وي ، خو په پنجاب کې طالبان دومره فعاله او روزل شوي دي ، چې هغه هلته د پوځيانو په شکل کې هم شتون لري او چې کله ورته د هدف په نخښه کولو ضرورت پېښ شي نو دغه ترهگرهم هغه رنگ شکل اخيتاروي .

نوموړي خپله وينا کې ووئيل چې پېښور کې په آرمي پبلک سکول د شوي بريد نه وروستو دا د خوشحالۍ خبره ده چې ټول قام ، حکومت او پوځي قيادت ته د دې ضرورت پېدا شوی دی چې وس د ترهگرو او وران کارو په ضد په کلکه راپاسېدل د قام په گټه دي او بايد نور په طالبانو کې ښه او بد ونه لټول شي .

مياافتخار زياته کړه چې له دې وړاندې به پاکستان ـ افغانستان خپله پينځمه صوبه گڼله ، خو کله چې پېښور کې په سکول د وران کارو بريد وشو او د پاکستاني پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف افغانستان ته د شهادتونو سره لاړو او افغان حکومت ته يې ووئيل چې په مونږ شوې حمله کې د افغانستان دننه پټ ترهگر لاس لري ، نو افغان حکومت هم د پاکستاني پوځ سرلښکرته داسې ثبوتونه وښودل چې په افغانستان کې څومره وران کاري کيږي جرړې يې په پاکستان کې دي .

او د مياافتخار په وينا دغه رنگ په لمړي ځل پاکستان او افغانستان په دې خبره متفق شوي دي ، چې کوم سړی د پاکستان دښمن دی هغه به د افغانستان دښمن وي ، او دغه رنگ کوم عناصر چې د افغانستان دښمني کوي هغه به د پاکستان دښمن وي .

د ای اېن پي مرکزي سترسيکتر ووئيل ، چې وس بايد دا سوچ پرېښودی شي چې په افغانستان کې په بدامنۍ به پاکستان ، او پاکستان کې په بدامنۍ به افغانستان خپل امن ولټوي . هغه ووئيل افغانستان يو ازاد او خپلواک هېواد دی او نن ټوله نړۍ د افغانستان سره تماسونه نيسي ، افغانستان خپلې ټولې فېصلې په خپله کوي او پاکستان ته هم دا حقيقت منل پکار دي .

مياافتخارد کتاب مخ کتنې دستورې ته په وينا کې ووئيل ، چې حبيب جالب د امن دپاره کار کړی او د عوامي نيشنل پارټۍ نعره هم د امن ده ، خو په دې وطن کې به امن هله په ځايي کيږي چې مونږ د ويرې د دلدل نه راووځو او د ترهگرو مخې ته په نره ودرېږو .

نوموړي ووئيل که نن چرته مونږ د ترهگرو په وړاندې يو موټی نه شو او په نره مو د هغويې مخه ونه نيوله ، نو صبا به هم دغه ترهگرمونږ يو يو ووژني او دغه رنگ به ټول قام د مينځه ځي .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG