فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دخالي په ورځ په سوشل میډیا داسې ناتائیده راپورونه خپاره شوي چې مفتي شهاب الدین پوپلزۍ ایجنسو اوچت کړی ترڅو د حکومت نه مخکې د اختر اعلان ونه کړي.
دپيښور په کلیواله سیمه څمکنو کې د ترهګرو په ضد عملیاتو کې دوه جنګیالي وژل شوي اؤ پینځه عسکر ژوبل شوي دي.
پوځ وایي دغه ازغن تار به په لمړي پړاؤ کې په باجوړ،مهمند اؤ خیبرایجنسو کې افغانستان سره په لګیدلې پوله لګول کیږي ځکه چې دغه قبائیلي سیمې زیاتې حساسې دي.
اشرف غني وویل لومړی زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ضد حګړه پیل شوه، وروسته زمونږ د ملت او خلکو په ضد او اوس دغه جګړه د اړخ په بدلولو سره زمونږ د ملي یووالي په ضد دوام لري
دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي دافغانستان دښمن دې نور زمونږ دماتولو خوب له سره وباسي ځکه چې اوس دافغانستان ملي ځواکونه پیاوړی شوي اؤ زر ده چې دښمن مو پخپله له ماتې سره مخ شي.
په پاکستان کې څیړونکي په دې حیرانتیا ښکاره کوي چې یو خوا ماشومانو اؤ ځلمو ته په تعلیمي نصاب کې جنګیالي د هیروګانو په توګه معرفي کولی شي اؤ بلخوا د فلم دلارې د ځلمو دذهنونو دتندلاریتوب د اغیزو څخه د محفوظ ساتلو دعوې کیږي
دغه برید په داسې حال کې شوی چې دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوې کوي چې په قبائیلي سیمو کې دضرب عضب عملیاتو سره یې دترهګرو ملا ماته کړې ده.
ښاغلي غني په ډاګه کړې چې افغانستان اوس پر کوم ځانګړي هېواد له تکیې وتلی او د مرکزي اسیا يوه نه بېلېدونکې برخه ده .
څیړونکي وایي پاکستان اؤ چین اوس په دې خبره پوهیدلي چې که منطقه کې جنګونه اؤ ناقراري وایي نو دوئ پکې هم خپلې اقتصادي پروژې سرته نه شي رسولی.
دپاکستان اؤ افغانستان د اړیکو په چټکتیا سره دخرابیدو وروستو چین چمتو والی ښودلی چې د افغانستان اؤ پاکستان ترمینځ دریم ګړتوب ته وروړاندې شي.
دغه بجټ چې د شورو په ورځ د خزانې وزیرښاغلي مظفرسید وړاندې کړی وایي اولس ته یې پکې ښې ډیرې اسانۍ ورکړي خو مخالفو ګوندونو دا دخسارې بجټ ګرځولی اؤ وایي ټولې یې پکې زړې پروژې شامل کړي دي
په کابل کې د شوې خونړۍ بمي چاودنې وروستو دافغانستان کرکټ بورډ پاکستان سره د کرکټ د اړیکو ختمولو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې دغه هیواد سره به د دوستانه میچونو سیری هم نه لوبوي.
ددغه وژنې نه وروستو افغان حکومت سره اوس اوس د سولې بهیر ته ورګډ شوي سیاسي ګوند حزب اسلامي دپاکستان حکومت نه غوښتنه کړې ده چې په دغه هیواد کې باید د حزب اسلامي د غړو ژوند خوندي کړي.
په پیښور کې دپارلیمان دغړو په مشرۍ صوبه کې د واکمن ګوند تحریک انصاف په سوؤنو غړو د بجلۍ یا بریښنا ترلاسه کولو دپاره دبجلۍ خورؤنې په مرکزونو حملې کړي اؤ د بریښنا خورولو واک یې پخپل لاس کې اخستی
دپاکستان حکومت دغه بجټ اولس دوسته اؤ دعام اولس دپاره ګټور ګرځولی خو مخالف سیاسي ګوندونو ورته د لفظونو د مداري توب نوم ورکړی اؤ وایي په دې بجټ کې دغریب اولس دښیګړې دپاره هیڅ نشته،
دافغان حکومتي ځواکونو اؤ مخالفو یاغي جنګیالو ترمینځ دا نښتې په داسې مهال روانې دي چې افغان حکومت د خپلو مخالفو سیاسي اړخونو سره د سولې هڅې چټک کړي اؤ ددغه هیواد یو ستر ګوند حزب اسلامي هم د حکومت سره سوله کړې ده.
دپاکستان بیلابیلو سیاسي ګوندونو،دمدني ټولنې فعالینو،لیکوالانو ، شاعرانو اؤ طالبعلمانو غوښتنه کړې چې په مردان کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي طالبعلم مشال خان د وژنې مقدمه دې په پوځي محکمه کې وچلول شي.
دپاکستان دکورنو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وایي که چرې افغانستان د اسلامي ګاوڼډي هیواد په توګه پاکستان سره خبره کوي خو خبرې ته یې غوږ نیسو اؤ که چرې زمونږ د غلیم هیواد هند په ژبه خبرې کوي نو دا پاکستان ته هیڅکله د منلو نه ده.
د ملګرو ملتونو د انصاف نړیوالې محکمې په پاکستان غږ کړی چې تر هغې باید هندي وګړي کلبهوشن یادیو ته د تیزندۍ سزا ورنکړي تر څو چې دهغه په هکله د انصاف نړیوالې محکمې غوڅه پریکړه نه وي کړې.
دپاکستان په پارلیمان کې د مخالفو سیاسي ګوندونو له لوري د حکومت لخوا په قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو راوړلو څخه په تیریدلو سخت احتجاج شوی اؤ د مخالفو ډلو مشر ښاغلي خورشید شاه وایي حکومت قبائیلي اولس سره د ساعت تیري رویه رااحستې ده چې دا به خطرناکې نتیجې ولري.
نور کتل