فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دخیبرپښتونخوا هنرمندانو اؤ مطبوعاتو ددغه صوبې دکلتور په محکمه تورونه لګولي چې د کلتور اؤ هنر د ودې دپاره بیلې کړې شوې په میلنونو روپۍ ددغه محکمې چارواکو غبن کړي.
پاکستان افغانستان ته ګوته څنډلې چې د چمن په پوله دپاکستان په کلیو ډزې ودروي ګنې پاکستان به هم دافغان ځواکونو ددغو ډزو بدل کې جوابي ګامونه واخلي.
ددغه پارلیماني هئیت مشري دقامي اسمبلۍ سپیکر ښاغلی ایاز صادق کوي اؤ ټاکل شوې ده دوئ به د افغان اولسمشر اشرف غني په ګډون د نورو لوړ رتبه افغان چارواکو سره لیدنو کې د دواړو هیوادونو په اړیکو خبرې اترې وکړي.
دافغانستان د پولې ترڅنګ دپاکستان قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې د بې پائیلوټه امریکایي الوتکې په یوه حمله کې ګڼ شمیر طالبان جنګیالي وژل شوي دي.
پاکستان یو ځل بیا هند اؤ افغانستان خپل هیواد کې په لاس وهنه تورن کړي او ویلي یې دي د طالبانو د تسلیم شوي ویاند احسان الله احسان اعترافي بیان ښایي چې هند افغانستان کې د طالبانو مرسته کوي.
دپاکستان قبائیلي سیمه کرم ایجنسۍ کې د مسافرو په یو بس د بم چاودنه کې۱۰کسان وژل شوي اؤ د ۱۳ کسان ژوبل شوي دي.
د پاکستان دخیبرپښتونخوا په چترال سیمه کې په یو ذهني ناروغه ځلمي د مذهب د سپکاوي د تورونو لګول کیدو وروستو د چترال په زرګونو پاریدلي خلک ددغه ځلمي د وژلو دپاره دپولیسو په تاڼه ورختلي دي.
د پاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې اسمبلۍ د امریکا د لوري په شام شوی برید په ټول مسلمان امت برید ګرځولی اؤ ددغه برید په ضد یې په ګډ ډول د غندنې قرارداد منظور کړی دی .
د پاکستان د قامي اسمبلۍ ذیلي کمیټۍ په ماشومانو جنسي تیري کوونکو ته دسزا ورکولو قانون کې دبدلون راوستو اؤ ورته د سختو سزاګانو ورکولو قانوني مسوده مسترد کړې ده.
نن ما پیئلی ده چې په میرانشاه کې به په ازاده توګه ګرځم ، د میرانشاه سکولونه بازارونه به وینم ، د سیمه ایزو خلکو سره به خبرې اترې کووم اؤ د هغوئ دستونزو نه به ځان خبرووم.
نن تر ماذیګره مونږ په میرانشاه کې پاتې شو خو زما یو سیمه اییز خبریال ملګري راته په غوږ کې پټ وویل چې تا دپاره مې د پاکستان اؤ افغانستان د کرښې ترڅنګ په غلام سیمه کې بندوبست کړی دی ، مونږ به شپه هلته وړو.
دا مادپاره ډیره عجیبه خبره وه چې په شمالي وزیرستان کې که چرته په لکونو ډالرې د سړکونو، هسپتالونو، تعلیمي ادارو اؤ مواصلاتو په نظام خرچ کیږي هلته دپاکستان لخوا یوه د موبائیل کمپني فعاله نه ده، ټیلي فون اؤ انټرنیټ هم نشته
زه وینم چې ددغه ډول مخې ته ځلمي ، د پاخه عمر خلک ، په توره ملیشه وردۍ کې ملبوس د لیویز فورس عسکر اؤ افسران اؤ پخپله تحصیلدار یو شان وزیرستانی اتڼ کوي.
اتم مارچ د ښځو نړیواله ورځ ، زما ددغه ورځې شروع داسې کیږي چې څنګه له خوبه راپورته کیږم نو اخبار مې مخې ته پروت دی ، ددغه اخبار په وروستي مخ د یوې څلویښت کلنې میرمنې د عکس دپاسه په غټو ټکو لیکل شوي”دا میرمن پيښور کې د سړک دپاسه ژوند کوي”
د قبائیلي سیمو د سیاسي ګوندونو اتحاد وایي د پنجاب واکمنانو ددغو سفارشاتو په منظورولو قبائیلي پښتنو له یوازې سترګې تورې کړي دي ګنې دوئ نیغ په نیغه هم د قبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو اعلان کولی شو.
افغانستان اؤ پاکستان هاغه دوه ګاونډي هیوادونه دي چې خپلو کې تر ټولو زیاته سوداګریزه راکړه ورکړه لري خو پاکستان سره د ترینګلو اړیکو له امله افغانستان پریکړه کړې ده چې د ایکو دغه کانفرنس کې به نه خوددغه هیواد اولسمشر به اخلي اؤ نه د بهرنو چارو وزیر.
د پاکستان په امر د افغانستان سره د پولې تړلو له امله د پنځو ورځو راهسې په ډیورنډ کرښه پراته پښتانه تگ راتگ نشي کولی خو په پاکستان کې د پښتنو په نوم سیاست کونکي مشران او گوندونه تر اوسه په دغه جنجال خاموش دي.
په پاکستان کې دافغانستان سفير ښاغلی ډاکټر عمر زاخيلوال وايي د پاکستان او افغانستان ترمينځ دتاوتريخوالي کچه راټيټه شوې او هيله ده چې ډير زر به د تورخم او سپين بولدک تړل شوې لارې بيرته پرانستل شي.
د حمزه بابا د تلین په مناسبت د خیبر پښتونخوا سر ښار پيښور په ګډون په یو شمیر پښتنو سیمو کې دهغه په یاد غونډې راجوړې شوي چې پکې حمزه بابا ته د عقیدت زرینې پیرزوئنې وړاندې کړل شوي دي.
دپاکستان لخوا افغانستان سره دپولې په تړلو د دواړو هیوادونو دسیاسي اؤ مدني فعالینو لخوا سخت غبرګون رامینځته شوی اؤ دپاکستان دغه ګام یې بې ځایه بللی دی.
نور کتل