لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیښور:عملیاتو کې دوه ترهګر وژل شوي،پینځه عسکر ژوبل


د ترهګرو سره د پولیسو دغه مقابلې تر دریوؤ ساعتو دوام وکړو چې پکې پوځ هم دپولیس مرستې ته ورسیدو.
د ترهګرو سره د پولیسو دغه مقابلې تر دریوؤ ساعتو دوام وکړو چې پکې پوځ هم دپولیس مرستې ته ورسیدو.

دپيښور په کلیواله سیمه څمکنو کې د ترهګرو په ضد عملیاتو کې دوه جنګیالي وژل شوي اؤ پینځه عسکر ژوبل شوي دي.

دخیبرپښتونخوا د پولیسو مشر یا ايي جي پي صلاح الدین محسود وایي په وژل شوؤ کې د ترهګرو یو کمانډر هم شامل دی چې په پولیسو به یې منظم بریدونه کول.

د پولیسو چارواکي ویلي ترهګر د اوړو د یو پخواني مل په خالي ودانۍ کې موجود وؤ اؤ چې پولیسو ترې ګیره تاؤ کړه نو هغوئ په پولیسو ډزې پیل کړې.

د پولیسو په وینا د ترهګرو سره د پولیسو دغه مقابلې تر دریوؤ ساعتو دوام وکړو چې پکې پوځ هم دپولیس مرستې ته ورسیدو.

د پیښور د پولسیو مشر ښاغلي طاهرخان خبریالانو ته ویلي په دغه نښته کې دوه ترهګر اؤ پینځه امنیتي عسکر ژوبل شوي .

هغه ویلي په ژوبلو کې دوه پوځیان اؤ دوه ایس ایچ اوز هم شامل دي خو حالت یې د خطرې څخه بهر دی.

پولیس دعوه کړې ده چې ددغو ترهګرو یو مرستیال یې نیولی اؤ د ودانۍ څخه یې چاودیدونکي مواد، وسله ویډیوز اؤ ځینې مهم کاغذونه ترلاسه کړي‌ دي.

دخیبرپښتونخوا د پولیسو مشر ښاغلي صلاح الدین محسود میډیا ته ویلي چې دا د پولیسو یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د پولیسو مشر ویلي دغو ترهګرو په اوسنو ورځو کې په پولیسو اؤ عامو خلکو شوؤ بریدونو کې لاس لرلو.

له دې وړاندې د روانې میاشتې په ۱۵مه نیټه هم د څمکنو په پولیسو د ترهګرو یو برید کې درې پولیس عسکر وژل شوي وؤ.

اخوا هم دخالي په ورځ دپيښور سره پیوست دچارسدې ضلعې مندني سیمه کې دپولیسو اؤ مفرورانو ترمینځ نښته کې د خان ولي په نوم یو اسسټنټ سب انسپکټراؤ یو مفرور وژل شوي دي.

په خیبرپښتونخوا اؤ په ځانګړي ډول پیښور کې وخت په وخت په پولیسو اؤ امنیتي ځواکونو د بریدونو خبرونه مخې ته راځي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پوځ دعوې کوي چې قبائیلي سیمو کې دضرب عضب عملیاتو سره یې د ترهګرو ملا ماته کړې اؤ هغوئ اوس د منظمو بریدونو توان دلاسه ورکړی دی.

خو ددغو دعوؤ باوجود ګڼ شمیر پولیس افسرانو اؤ ځلمو خپل ژوند ترهګریزو بریدونو کې بائیللی دی.

په ۲۱مه مئ هم دپښتونخوا د کوهاټ په لاچۍ سیمه کې د ترهګرو په ډزو د دوؤ پولیس افسرانو په ګډون څلور عسکر وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG