جنرل محمود وویل که په افغانستان کې داسې نورو هیوادونو ته "سټرټېجېک" او د عملیاتو ځای ورکړی شو چې حق یې نه لري نو د جنگ ځپلې هیواد بې ثباتي نوره هم پېچیده کیدی شي
د سپریم کورټ په اورونه کې جسټس اعجاز افصل وویل که چرې د حکومت په ولکه کې کوم تن څه جرم کړی وي نو سزا دې ورته ورکړی شي او که چري څوک بې گناه وي نو بايد چي ازاد کړی شي.
تحریک لبیک پاکستان د پنجاب پخواني ګورنر سلمان تاثیر قاتل ممتاز قادري په نامه جوړ شوی او په نژدیو ورځو کې يې د پنجاب په انتخابونو کې خپل کاندید هم ودرولی وو.
سينټر فرحت الله بابر وویل چي ددي تحقيقات پکار دي چي څنگه د طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر منصور سره پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ و او هم دغه وجه ده پاکستان په نړيوال کچه خپل موقف نشی گټلی
د رېکس ټېلرسن د پاکستان د سفر ورسته، مطبوعاتو د پاکستان د خارجه وزیر خواجه اصف له قوله دا خبر رپورټ کړی و چې ښاغلي ټېلرسن پاکستاني مامورینو ته د ٧٥ مشکوک ترهگرو فهرست ورکړی
د ادارې رپورټ کې وړاندې ویل شوي په قبایلي سیمو کې د اولس لپاره دا وخت ترټولو لوې خطر د پاکستان د پوځ لخوا د طالبانو پرضد په زمکه کې ښخ کړي شوي چاوديدونکي مواد دي.
د پاکستان قامي احتساب ادارې، نیشنل اکاونټي بلېټي بیورو یا نیب، د گل، دوشنبې، په ورځ احتساب عدالت ته وویل چې نیب د اسحاق ډار ټولې اساسي منجمد کړي دي او عدالت دې هم ددې تاید وکړي
د انټر نيټ فعالینو د پاره کارکونکې يوې غير دولتي ادارې خپل يو راپور کښې ويلي دي دپاکستان دحکومت په وينادلته دانټرنیټ خدمات ورکوونکو کمپنو ٢١٠ ويب پاڼې تيرو دريو کالو کښي تړلي دي.
دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان د نااهله ګرځولو د دوسیې اوریدنې په مهال د سترې محکمې درې کسیزه څانګې ویلي دا به کتل وي چې لندن کې دخپلو فلیټونو اخستو دپاره عمران خان پیسې د کوم ځایې نه ترلاسه کړې وې.
پاکستان کښي د مذهب سپکاوي قانون تر مخه په جرم ثابيتيدو باندي د مرگ سزا ده او عدالتونو يو شمير خلقو ته دا سزا اورلې هم ده خو تر اوسه پري چرته عمل نه دی شوی
د سماجي ویب پاڼو د استعمالونکو د حقونو تنظیم بائټس فار آل یو غړی هارون بلوڅ ډیوه ته وايي د پاکستان لخوا د غه غوښتنې ښايي چې حکومت د سماجي ویب پاڼو څارنه زیاته کړي ده
دپاکستان پارلیمان تيره مياشت دپنجاب بوری واله سیمه کښې دطالبعلمانو لخوا د وژل شوي یو میسیحي زده کوونکي شیرون مسیح د وژنې غندنه کړې اؤ اؤ غوښتنه یې کړې ده چې دهیواد تعلیمي نصاب کې دې دمذهبونو ترمینځ دپیوستون مضمون شامل کړی شي.
د پاکستان خارجه وزير خواجه آصف ويلي دي امريکایي وگړي ريمنډ ډيوس دامریکایي وګړي ریمنډیوس خوشي کولو دپاره رقم دپاکستان حکومت ورکړی ؤ خو که ددې معاملې پلټنې وشوې نو پاکستان به ورسره د نورې رسوایۍ سره هم مخ شي.
حکومتي اعلامیه په پاکستان کې د حقاني ډلی او د طالبانو د شورا د شتون په اړه څه نه وايي. امریکايي او افغان پوځي مشران دعوه کوي چې حقاني شبکه او طالبان له پاکستانه په امریکايي او افغان ځواکونو د حملو پلانونه جوړوي.
آپريشن "خيبر فور" په حقله جنرل باجوه وویل دا عمليات په کاميابي سر ته رسيدلي دي اؤ پوځ خيبر ايجنسي کښي ٢٥٠ کلومیټره علاقه د ترهگرو نه پاکه کړي ده، په عملیاتو کې ٥١ وسله وال وژل شوي دي ٣٢ زخمیان شوي دي
د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په هیواد کې د شریکو ګټو شورا یا مشترګه مفادات کونسل سردوباره جوړ کړی چي ورسره په دغه کونسل ګښې د نوره صوبو په نسبت د پنجاب نمايندګي لا نوره هم سيوا شوې
پاکستان يو ځل بيا ويلي غواړي دافغانستان کشاله دافغان اولس په خوښه هواره شي اؤ افغانستان چې دامن دپاره هر ګام اخلي پاکستان به یې ملاتړ کوي
داسلام اباد هائیکورټ امر کړی چې که چري ټولنیزه ویب پاڼه فيس بک دپاکستاني قانون ترمخه دسپکاوۍ ډک مواد نه لري کوي نو بيا دې په ګرد هیواد کې په فيس بک بنديز اولگولي شي،
په پاکستان کې دقبائیلي سیمو سره تعلق لرونکو محصلینو نن یو وارې بیا د قبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو، دایف سي ار ختمولو اؤ داصلاحاتو پځایې کولو دپاره په احتجاجونو لاس پورې کړی دی.
پاکستان کښي نن په سرکاري کچ د اقليتونو ورځ په داسي حال کې نماځل کيږي چي دبشري حقونو ادارو پاکستان داقليتونو دپاره يو خطرناک هېواد بللی دی.
نور کتل