لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د افغانستان جګړه په پاکستان کې نه شي کیدای


Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi Chairs Meeting of the National Security Committee in Islamabad on August 16, 2017
Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi Chairs Meeting of the National Security Committee in Islamabad on August 16, 2017

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د قامي سلامتيا کونسل غونډې د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ وینا ته په ځواب کې ویلي پاکستان نه د قربانۍ ګډوری جوړول به د افغانستان په امنیت کې مرسته وه نه کړي.

په اسلام اباد کې شوې د قامي سلامتيا کونسل په غونډه کې د پوځي مشرانو پشمول د کابینې ځنو وزيرانو هم ګډون کړی او د غونډې وروستو جاري شوې اعلامیه کې ويل شوي د افغانستان جګړه په پاکستان کې نشي کیدالی.

بيان زیاتوي په افغانستان کې د اوږدې مودې راهسې روانې جګړې د دغه هیواد بنيادي اډانه تباه کړې او پاکستان د افغان حکومت د مشرۍ او واک لاندې د امن عمل ملاتړ کوي. په بيان کې د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ هغه تورونه هم رد شوي چي پاکستان د ترهګرو ډلو مرستي کوي، او که پاکستان دغه پاليسي بدله نه کړه نو په پاکستان د امداد بندولو باندي هم غور کيدې شي.

حکومتي اعلامیه په پاکستان کې د حقاني ډلی او د طالبانو د شورا د شتون په اړه څه نه وايي. امریکايي او افغان پوځي مشران دعوه کوي چې حقاني شبکه او طالبان له پاکستانه په امریکايي او افغان ځواکونو د حملو پلانونه جوړوي.

د غونډې وروستو د پاکستان سینټ ته په وینا کې د خارجه چارو وزیر خواجه اصف په سیمه کې د صدر ټرمپ لخوا هند ته زیات رول په ورکولو باندې ویلي چې هند جنوبي ایشیا ته امنیت نه شي ورکولی، او دلیل يې دا وو چې هند د ګاونډیانو سره تاو تریخوالی لري.

بيان وايي د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه کې پاکستان ته ١٢٠ اربه ډالرو نه سوا تاوان رسيدلی او پاکستان ته د امداد پرځاې دې د دوي ورکړی شوي قربانيانې اومنل شي.

بيان د پاکستان حکومت او پوځ هغه دریځ هم تکرار کړی چې دوي بغير د څه تفريقه د ټولو ترهګرو ډلو پرضد کاروايي کوي، او پاکستان چا ته هم دا اجازه نه ورکوي چې خپله خاوره د بل هېواد پرضد استعمال کړي.

د نړيوالو اړیکو ماهر ډاکټر اعجاز خټک وي او ای ډیوه ته وايي پاکستان له امریکا ته په ځواب ورکولو کې د فکر نه کار اخستل پکار دي، ځکه د امریکا لخوا په پاکستان د امداد بندولو مطلب د اروپايي هیوادونو او نړیوال بنک لخوا هم امداد بندیدل دي.

ډاکټر اعجاز خټک زیاتوي: ٫٫ پاکستان ته به دا هم کتل وي چي ایا يواځې د چين سرمايه کاري به د پاکستان اقتصاد لپاره پوره وي. پاکستان ته پکار ده د ترهګرو پرضد د کاروایانو خبره يواځې تر بیانه نه وي او د نړۍ د قانع کولو لپاره عملي نمونې هم وړاندې کړي٬٬.

ښاغلی خټک وړاندې وايي پاکستان دې د افغانستان په حقله خپله تګلاره بدله کړي ځکه د طالبانو د پاللو د لارې پاکستان په افغانستان کې خپل مفادات نه شي ساتلی او دوي باید د جنګ ځپلي افغانستان سره اقتصادي او تجارتي لارې خلاصي کړي او د اولسونو ترميځ د ښو اړيکو لپاره دې اسانتیاوې پیدا کړي.

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او سېمې په اړه د نوې پاليسۍ د اعلان په وخت ويلي وو پاکستان د امريکا نه په اربونو ډالرو امداد هم اخلي او د ترهګرو مرستې هم کوي او خبردارې يې ورکړی وو امریکا به نوره د پاکستان په دغه دوه مخيزه پاليسۍ غلی نه پاتې کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG