د يوې غير دولتي څیړنیزې ادارى په رپوړټ کښي ويل شوي چې دپاکستان پوځ ددغه هیواد سیاسي حکومت دې ته نه پریږدي چې خارجه پالیسۍ په پارلیمان کې جوړې شي اؤ له دغه امله پاکستان کې د پوځ اؤ حکومت ترمینځ واټنونه اوس هم موجود دي.
ناقدين وايي داسي خواستونه د يوي ايجنډي تر مخه عدالتونو کښي جمع کيږي خو دا خلق ولي غیر قانونه ټاکل شوو ډلو پرضد خواستونه نه کوي
جنرل باجوه په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکزي دفتر یا جي ايچ کيو کښي د پوځي کمانډرانو د یوې غونډې مشري وکړه چې پکې د هیواد دننه او په خارجي کچه د امنیت جاج واخیستل شو
د پاکستان یو شخصې ټيلي وژن سره خبرو په وخت افعان سفير وویل په نژدې ورځو کې پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره ملاقات کښي په دې خبره اتفاق شوی دې چي د دواړو هيوادونود عسکري مشرانو ترمينځ رابطې زيا تول پکار دي
په جماعت الدعوه د امريکا، ملگرو ملتونو اؤ هند لخوا بنديز لګول شوی خو په پاکستان کې دغه ګوند یواځې د څارنې په فهرست کې شامل کړی شوی.
تعليمي ماهر ډاکټر خادم حسين وايي د پاکستان د رياست ترجيحات تعليم اؤ صحت نه بلکه دفاع ده او د دغه پاليسۍ له وجې پاکستان کي تعليمي معيار ورځ تر بله خرابیږي.
دشاهد خاقان عباسي غړي توب چيلنج کونکي دریځ خپل کړی چې د سپریم کورټ د پريکړې نه پس نواز شريف د پارليماني اؤ ډليز سياست دپاره نا اهله دی او په دغه اساس هغه د خاقان عباسي دنامزدگۍ اختيار نه لري
پاکستان وایي طالبان دومره توان نه لري چې په ګرد افغانستان قبضه وکړي خو تر ډیرې مودې پورې جنګ کولی شي.
دپاکستان په کچ د مختلفو مسلکونو سره تعلق لرونکو علماؤ د فرقه ایزې کرکې په ضد د موثره قانون جوړولو د غوښتنې ترڅنګ ځان وژونکي بریدونه حرام ګرځولي دي.
پاکستان وایي افغانستان سره په ګډه پوله ازغن تار لګول به دواړو هیوادونو دپاره ګټور وي خو څیړونکی وایي که پاکستان رښتیا افغانستان کې سوله غواړي نو بیا به ورته د حقاني شبکې اؤ د کوئټې دشورا په ضد څرګند ګامونه اخستل وي.
د بخښنې نړیوالې سازمان یا ایمنسټي انټرنیشل پاکستان کې د یوې محکمې لخوا په سوشل میډیا یو شیعه مسلمان ته د مذهب د سپکاوي په تور دمرګ د سزا اورولو پریکړه باندې افسوس ښکاره کړی اؤ دایې دبشري حقونو د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ګرځولې ده.
ډاکټر پرویز هود بهایي وايي په دغه کار کې یواځې ډاکټر قدیر ککړ نه وو، دغه کار چې چا هم کړی که سیاست دان وي که پوځي جرنیل یا بل څوک غل، پکار ده د دغې پلټنې وشي او سخته سزا ورکړی شي.
ايف ايي ای دغه اقدامات په داسې حال کې کړې دي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت خبرداری کړی و چې په سوشل میډیا د هیواد د آئیني ادارو د سپکاوي په سر په اقدامات کولی شي. په پاکستان کې د انساني حقونو او په انټرنیټ د رای د ازادۍ کارکونکي وايي حکومت په سوشل میډیا د خپلو په فکر بندیزونه لگول غواړي
په بیجنگ کې خپل تقریر کې نوازشریف د چاینا پاکستان اکنامک کاریډور یا سي پیک منصوبې ذکر هم وکړه او وې ویل د سي پیک په منصوبو کار جاري دی. د سي پیک ناقدین وايي ددې مقصد زیاتره پنجاب ته اقتصادي گټې رسول دي، چې د وزیراعظم نوازشریف پلرنۍ صوبه او د سیاسي قوت مرکز دی
ډاکټر مهدي حسن وايي پاکستان کې امنیتي ادارو ته د ترهګرۍ یو داسې جواز په لاس ورغلی چې د هر چا پر ضد يې کاروي او که څوک د پوځ یا پولیسو لخوا کیدونکي تشدد باندې خبره کوي نو سمدستي پرې د ترهګرو د ملګرو تور لږي.
افغانستان په شریکه پوله د پاکستان د اقداماتو مخالفت کوي. خو میجر جنرل اصف غفور وویل په سرحد، چې په ډیورنډ لاین یا ډیورنډ کرښه هم یادیږي، دغه انتظامات د دواړو هیوادونو په گټه دي
د اسلام آباد هايي کورټ دا فیصله د یو درخواست په جواب کې وکړه. عدالت ته وویل شوي وو چې پاکستان د اسلام په نوم جوړ شوی وو او ویلنټاین ډی د اسلام او پاکستان د روایاتو خلاف دستوره ده. څیړونکې وايي دا وړمبی ځل دی چې په پاکستان یو عدالت اعلا عدالت په ویلنټاین ډی پابندي لگولې ده
سترعدالت دغه نوټس په داسې مهال اخستی چې څو ورځې وړاندې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې جرګو یا پنچایت ته قانوني حیثیت ورکولو یو بل هم منظور شوی.
کستان کې د امریکې سفارتخانې ویلي دي پاکستان دپاره د امریکا ویزه پالیسۍ کې هیڅ تغیر نه دی راغلی خو پاکستان دریځ لري چې امریکا ته دداسې تګلارو خپلولو نه ډډه کول پکاردي چې له امله یې نړۍ په مذهبي اؤنسلي بنیادونو باندې ویشل کیږي.
د پاکستان د ریاست لخوا د ناچله ګرځول شوې تندروه اسلامي ډلې لشکرطیبه د مشر حافظ سعید په کور کې د نظر بند کولو نه وروستو دمذهبي ګوندونو ائتلاف دفاع پاکستان کونسل په ګرد هیواد کې د احتجاجونو کولو دړکه کړې ده
نور کتل