ملگري ملتونه وائي داگست مياشت کې د شام نه 100,000ؤ کسانو کډې کړي

اووه کلن خالد د شام د کړکیچن دارا ښار نه د خپلې کورنۍ سره ګاونډی هیواد اْردن کښې په مهاجر کیمپ کښې ژوند کوي.

ملگري ملتونه وائي داگست په مياشت کې 100,000 شامي وگړي دشام څخه نورو گاونډي هي
وادونو ته کډې کړي دي.
دملگرو ملتونو دکډوالو دادارې ښځينه وياندې مليسا فليمنگ وئيلي دي چې تير کال دمارچ په مياشت کې دصدر بشارالاسد دحکومت او ياغيانو ترمينځ دنښتو پيل کيدو راپديخوا ددغه شميرې سره دشام څخه نورو گاونډي هيوادونو ته درجسټرډ شوؤ يا درجسټريشن لپاره دانتظار کوونکو شامي وگړو شميره 235,000 ته رسيدلې ده.
هغې دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې دسور صليب دنړيوالې کميټې مشر په دمشق کې دشام دصدر بشارالاسد سره ليدنه کړې ده.
دسور صليب دچارواکو ترمخه ښاغلي پيټر ماؤرر شامي صدر سره دنهې په ورځ تر 45ؤ منټو پورې خبرې اترې کړي دي، خو په دغه اړه يې نور تفصيلات نۀ دي ورکړي.
ماؤرر دشام په خانه جنگۍ کې دگيرو شامي وگړو دبشري خواخوږۍ په بنياد هغوي ته دمرستو رسولو لپاره دلارو چارو په راويستو دمشق ته په درې ورځني سفر رسيدلى دى.
دشام دسرکاري ټي وي ترمخه صدر بشارالاسد ماؤرر ته وويل ترڅو چې دغه ډله بې پلوه او ازاده وي تر هغې په شام کې دامدادي ډلې دکار ملاتړ کوي