لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: تیره هفته شام کې ١٦٠٠ کسان وژل شوې


د ملگرو ملتونو د ماشومانو د خیر ښیگړې ادارې یونیسف وئیلې تیره هفته د شام په خانه جنگۍ کې ١٦٠٠ کسان وژل شوې دي چې په تیرو ١٨ میاشتو د هیواد په کړکیچ کې تر ټولو خونړۍ اوه ورځې وې.
د یونیسف ترجمان پیټرک میکارمک د اتوار په ورځ وئیلې د وژل شوؤ کسانو په شیمره کې ماشومان هم شامل دي خو هغه دا وضاحت نه دی کړی د وژل شوؤ کسانو په حقله شمیرې يي څه رنگ ترلاسه کړې دي.
په تیره هفته کې د شام د حکومت مخالفینو هره ورځ د ١٠٠ ؤ تر د ٢٠٠ ؤ پورې د مرگ رپورټونه وړاندې کړې دي خو د حکومت او د باغیانو د طرفه یو بل ته د زیان رسولو د رپورټونو په ازاده توگه تصدیق د جگړې او د حکومت د طرفه د سینسرشپ په وجه ناممکنه دی.
او د اتوار په ورځ د تشدد په پیښه کې د شام سرکاري میډیا وئیلې د امنیتي ځواکونو د یو پوسټ سره نزدې سرښار دمشق کې چاؤدنه کې څلور کسان زخمیان شوې دي. باغیانو د حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG