لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام حکومت مخالفینو هیلې کاپټر راغورځولی دی


Daraya Syria
Daraya Syria
شام کې د حکومت مخالفین وائي د حکومتي ځواکونو سره جگړه کې يي د سرښار دمشق سره نزدې د گل په ورځ یو هیلې کاپټر راغورځولی دی.
د باغیانو د طرفه جاري کړې شوې یو ویډیو کې لیدل کیږي چې یو هیلې کاپټر په لمبو او تور کې پټ د مزکې په طرف راغورځیږي. خو د وډیو په ازاده توگه تصدیق نه دی شوی.
د شام سرکاري ټیلې ویژن دمشق سره نزدې دې هیلې کاپټر د غورځیدو تصدیق کړی دی خو نور څه تفصیل يي نه دی جاری کړی.
د باغیانو یو ترجمان د فرانس خبرې ادارې ته وئیلې هیلې کاپټر يي په درایه کې د قتل عام په بدل کې غورځولی دی.
د حکومت مخالفین وائي په تیرو څو ورځو کې درایه کې په سلگونو خلک وژل شوې دي. حکومت درایه کې د باغیانو خلاف د جنگیدو خبره کړې ده خو مخالفین وائي وژل شوې خلک د حکومتي ځواکونو په بمبارۍ او یا کور په کور د لټون په کاروائي کې وژل شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG