پاک پوځ: کورنۍ خطرې دهيواد دسلامتۍ لپاره ستر گواښ دى

اسد منير وائي کوم پوځيان چې په قبائيلي سيمو او دخيبرپښتونخوا په بيلا بيلو علاقو کې جنگيږي هغوي ته معلومه ده چې زمونږ اصلي دښمن څوک دى او په ضد يې جگړه کوي

پاکستاني پوځي سرچينې وائي په موجوده حالاتو کې کورنۍ خطرې دملکي سلامتۍ لپاره تر ټولو ستر گواښ دى.
دپاکستاني پوځ له لوري دعسکري نظريې په اړه خپور شوي په نوي گريک بک کې دسرچينو ترمخه کورنۍ خطرې دملکي سلامتۍ لپاره ستر گواښ گرځول شوى دى.
پوځي چارواکي وائي گرين بک د1990ء څخه راپديخوا تقريباً هر کال خپريږي چې پکې دملکي حالاتو مطابق وخت په وخت دترجيحاتو تعين کولى شي او سږ کال په دغه شين کتاب کې په ځانگړې توگه دکورنو خطرو په اړه موضوعات شامل کړل شوي دي.
عسکري سرچينې وائي دپاکستان پوځ ددغه کورنو خطرو دمقابلې لپاره چمتودى.
بريگيډئير ريټائرډ اسد منير دپاکستاني انټلي جنس ادارې ائي ايس ائي سره تړلې پاتې شوى، هغه وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې ملک ته دپيښو کورنو خطرو يادونه خو په شين کتاب کې شوې ده خو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دډيرې مودې څخه دا خبره کوي چې مونږ ته اصلې پيښې خطرې کورنۍ دي او هغه دترهه گرو څخه دي.
هغه وويل گريک بک کې موضوعات بدليږي رابدليږي او دهغه په قول دا غوڅه نظريه يا ډاکټرائن نۀ دى.
هغه وائي کوم پوځيان چې په قبائيلي سيمو او دخيبرپښتونخوا په بيلا بيلو علاقو کې جنگيږي هغوي ته معلومه ده چې زمونږ اصلي دښمن څوک دى او په ضد يې جگړه کوي.
دهغه وينا وه چې دلوړپوړي عسکري قيادت څخه واخله ديو سپاهي پورې ټولو ته معلومه ده چې ملک ته حقيقي پيښې خطرې دترهه گرۍ څخه دي او دهغه په قول شين کتاب به دغه غيرروايتي جنگ په اړه لارښوونه وکړي.
دهغه په قول ددغه پوځي نظريې مقصد عسکري قوت دهيواد دننه ددغه خطرې دمقابلې لپاره چمتو کول دي.
له دې وړاندې به پاکستان دخپلې سلامتۍ لپاره هند يوه لويه خطره گرځوله او په دغه تناظر کې به يې دخپل پوځي توان سيوا کولو ته پام گرځولو.