لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو کښې دوه پوځیان او ۲۰و نه زیات تندلاري وژل شوي


اورکزو کښې دوه پوځیان او ۲۰و نه زیات تندلاري وژل شوي
اورکزو کښې دوه پوځیان او ۲۰و نه زیات تندلاري وژل شوي

کال 2009م کې پاکستاني پوځيانو دافغان پولې ترڅنگ قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې په لويه پېمانه عمليات ترسره کړي وؤ او ددغو عملياتو څخه په گڼ شمير کې دپاکستاني طالبانو دتحريک جنگيالي اورکزو ايجنسۍ ته تښتيدلي وؤ

رپوټونه وايي دپاکستان په قبائيلي سيمه بره اورکزو ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو تازه نښته کې د ۲۰و نه سېوا جنگيالي وژل شوي دي. ځېني سر چینې د وژل شوو تندلارو شمېره د ۳۰و نه ډېره ښودې.
دسرچينو ترمخه امنيتي ځواکونو دبره اورکزو ايجنسۍ په خديزۍ او بلراس سيمو کې دجمعې په سحر عمليات ترسره کړي چې پکې د ۲۰و نه سېوا تندلاري وژل شوي دي.
سرچينې وائي د عملياتو په مهال دوه پوځیان وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي دي، امنيتي ځواکونو دبلراس سيمې کنټرول پخپلو لاسونو کې اخستى.
ددغه قبائيلي سيمې څخه دتندلارو دويستو وروستو امنيتي ځواکونو په مختلفو ځائيونو کې خپلې پوستې جوړې کړې وې، خو تندلاري اوس هم په لرې پرتو غرييزو سيمو کې پټ دي او ددغو ځائيونو څخه په امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.
کال 2009م کې پاکستاني پوځيانو دافغان پولې ترڅنگ قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې په لويه پېمانه عمليات ترسره کړي وؤ او ددغو عملياتو څخه په گڼ شمير کې دپاکستاني طالبانو دتحريک جنگيالي اورکزو ايجنسۍ ته تښتيدلي وؤ.
اورکزو ايجنسۍ دپاکستان هاغه يواځينۍ قبائيلي سيمه ده چې دافغانستان سره گډه پوله ده او په يو وخت کې دپاکستاني طالبانو دتحريک يوه مضبوطه ځاله وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG