لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وائي دترهه گرۍ ختمولو لپاره هرې قربانۍ ته تيار دى


په تيرو وختونو کې دپاکستان پوځ په دې دريځ خپلولو سره په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو څخه ډډه کړې
په تيرو وختونو کې دپاکستان پوځ په دې دريځ خپلولو سره په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو څخه ډډه کړې
تیره ورځ دپاکستان پوځ اعلان کړى دى چې دترهه گرۍ دخاتمې لپاره هرې قربانۍ ته تيار دى چې ددې سره په قبائيلي سيموکې دفعاله تحريک طالبان او نورو تندروه ډلو په ضد دپوځي عملياتو پيل کيدو اندازو زور نيولى دى.
دپاکستان دپوځي مشرانو په يوه غونډه کې هيواد ته دپيښو خطرو په اړه دوسله والو پوځونو دتيارۍ په معيار داطمينان څرگندونه شوې ده.
ددغه غونډې څخه وروستو دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې پوځ دترهه گرۍ ختمولو لپاره هرې قربانۍ ته تيار دى.
دگډوځواکونودکميټې دمشر جنرال خالد شميم وائين په مشرۍ ترسره شوې دغه غونډه کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني، دنيول سټاف ايډمرل اصف سنديله، دفضائي ځواکونو مشر ائير چيف مارشل طاهر رفيق بټ، ددفاع سکتر، چيف اف جنرل سټاف، ډائريکټرل جنرل جوائنټ سټاف، ډي جي انټر سروسز انټلي جنس، ډي جي سټريټجک پلانز ډويژن او ددريوؤ واړو وسله والو پوځونو څخه نورو لوړپوړو پوځي مشرانو برخه اخستې وه.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ډاڼ ترمخه که هر څو په دغه پوځي بيان کې ځانگړي تفصيلات موجود نۀ دي خو په پراخه معنا کې دا دپاکستان دپوځ له لوري دطالبانو په ضدباالاخره دکارروايۍ لپاره دچمتو والي يوه اشاره ده.
دسوات په مينگوره ښار کې په ملالې يوسفزۍ دترسره شوي ترهه گريز بريد په ضد دپاکستان دپوځي قيادت له لوري سخت غبرگون دتندلارو په ضد دممکنه عملياتو خبره راپورته کړې ده.
په ملالې يوسفزۍ دترسره شوي له امله په هيواد کې دراپورته شوي خفگان او غصې او بيا په تيره تيره په دغه اړه دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني او جوائنټ چيفس اف سټاف له لوري پرله پسې بيانونو څخه وروستو دتندلارو دخوندي ځالو په ضد دبشپړه کارروايۍ پيل کولو اندازو زور نيولى دى.
دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني تيره شپه دپاکستان صدر اصف علي زرداري سره هم يوه مهمه ليدنه کړې ده خو په دغه اړه نۀ خو دصدارتي ايوان او نۀ هم دائي ايس پي ار له لوري کوم بيان جاري شوى، خو ځينې سرچينې ادعا کوي چې هغوي په هيواد کې دامن دموجوده وضعې او هغې ته په ممکنه ځواب وئيلو غږيدلي دي.
دجنرال دعهدې يو لوړپوړي پوځي مشر دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي حالات برابر دي او خلک پخپله په شمالي وزيرستان کې دعملياتو غوښتنه کوي، خو هغه دا هم وويل چې دعملياتو پيل کولو څخه وړاندې به يوه سياسي فيصله پکار وي.
په تيرو وختونو کې دپاکستان پوځ په دې دريځ خپلولو سره په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو څخه ډډه کړې چې پوځ اوس مهال دهيواد په نورو برخو کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دى، او اوس چې داورکزۍ څخه پرته دهيواد په کومه بله سيمه کې کوم ستر عمليات نۀ دي روان پوځ دا سوچ کولى شي چې هاغه سيمې چې تر ډيره وخته پورې هلته پوځ دعملياتو کولو څخه ډډه کړې اوس هلته تلل معقول دي.
دپاکستان قومي اسمبلۍ دشورو په ورځ يو قرارداد منظور کړى ؤ چې پکې وئيل شوي وؤ په هيواد کې دامنيت تر ټينگښت پورې به دترهه گرو په ضد گامونه روان وي.
دا نۀ ده په ډاگه چرې ايا دغه عمليات به دملالې يوسفزۍ دبريد دذمه وارۍ قبولې کړې ډلې تحريک طالبان، دهغوي دپلوي ډلو پورې محدود وي که نه دحقاني نيټ ورک خوندي ځالې به هم په نخښه کولى شي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG