ايس ايم کرشنا : هند پاکستان سره دخبرو اترو له لارې داړيکوپه بحالۍ ژمن دى

دخارجه وزيرانو په کچه ترسره کيدونکو خبرو اترو کې هيله کيږي چې دويزې دجاري کولو دطريقه کار داسانولو په اړه په تړون هم لاسليک وشي

دهند دبهرنو چارو وزير ايس ايم کرشنا په درې ورځني سفر دجمعې په ورځ اسلام اباد ته رسيدلى دى.
ښاغلى کرشنا وائي هند پاکستان سره دخبرو اترو له لارې داړيکو په بحالۍ ژمن دى.
دکال 2008م دنومبر په مياشت کې دهند په ممبۍ ښار کې ترسره شوؤ ترهه گريزو بريدونو کې د166ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو پاک وهند مذاکرات دځنډ ښکار شوي وؤ ، خو تير کال دغه دامن عمل بيا پيل شوى.
اسلام اباد ته ايس ايم کرشنا دغه سفر وروستو له هغې کړى چې تيره مياشت په تهران کې دپاکستان صدر اصف علي زرداري دهند وزيراعظم منموهن سنگهـ سره ديوې غونډې په مهال ليدنه وکړه.
اسلام اباد ته دورتگ سمدستي وروستو په هوائي اډه ميډيا سره خبرو کې ايس ايم کرشنا وويل دهند څخه پاکستاني اولس لپاره دخيرښيگړې پيغام راوړى دى.
هغه وويل دپاکستان اوهند لوړپوړي قيادت خارجه وزيرانو ته ددواړو هيوادونو ترمينځ دباور جوړونې سيوا کولو اختيار ورکړى دى.
هغه وويل مونږ دخبرو اترو په ذريعه دټولو ستونزو دهواري اراده لرو.
دهغه وينا وه هند پاکستان يو باثباته او خوشحاله هيواد ليدل غواړي.
ايس ايم کرشنا وويل مونږ داسې راتلونکي ته ليواله يو چرته چې دواړه هيوادونه دتشدد او ترهې څخه په پاک دوستانه ماحول کې پاتې شي.
دايس ايم کرشنا او دپاکستان دخارجه وزيرې حنا رباني کهر دليدنې څخه وړاندې دپاکستان خارجه سکتر جليل عباس جيلاني او دهغه هندي سيال رنجنه متهائي ترمينځ مذاکرات کيږي چې پکې به دخارجه وزيرانو په کچه دخبرو اترو ايجنډې ته غوڅ شکل ورکولى شي.
دواړه خارجه وزيران به دپاک وهند گډ کميشن دغونډې مشري هم کوي.
دهند خارجه وزير ايس ايم کرشنا به دپاکستان په دغه سفر کې ددغه هيواد دصدر اصف علي زرداري او وزيراعظم راجه پرويز اشرف ترڅنگ دسياسي گوندونو داستازو سره هم ليدنې کوي.
دخارجه وزيرانو په کچه ترسره کيدونکو خبرو اترو کې هيله کيږي چې دويزې دجاري کولو دطريقه کار داسانولو په اړه په تړون هم لاسليک وشي.