دپاکستان اؤ هند ترمينځ دکرکټ اړيکې يوځل بيا بحال شوې دي اؤټاکل شوې ده چې دپاکستان د کرکټ ټيم يا لوبډله به د دريوؤ يو ورځنو نړيوالو ميچونو د سيريز لوبؤلو دپاره سږکال د دسمبر په مياشت کې د هند سفرکوي.
دهندي ميډيا د راپورونو لۀ مخې د گل په ورځ دهند دکرکټ دبورډ صدر سري نواسن خپل پاکستاني بورډ چئيرمين ذکااشرف ته ټيلي فون کړى اؤ په رسمي ډول يې دپاکستان کرکټ ټيم ته دهند د دورې بلنه ورکړې ده.
دبهارت دکرکټ بورډ صدر سري نواسن وايي دهند اؤ پاکستان ترمينځ دکرکټ اړيکې د شپږو مياشتو دخبرو اترو په نتيجه کې ځايې له راغلي دي.
هغه دهند اؤ پاکستان د ټيمونو ترمينځ دکيدونکي سيريز په هکله هم دنيکو هيو څرگندؤنه وکړه اؤ وئ ويل دپاکستان دکرکټ ډله به دسمبر کې دريوؤ يو ورځنو ميچونو دپاره هند ته ځي.
دهند کرکټ بورډ د اعلاميې لۀ مخې دبورډ د ورکنگ کميټې عونډه د گل په ورځ په نوي ډيلي کې شوې ده چې پکښې په يو لړ مهمو چارو غور وکړل شو اؤ په دغه مهال پاکستان سره دکرکټ د اړيکو د بحالۍ فيصله هم وکړى شوه. هند ته دپاکستان دټيم د دورې تگلاره به زر وټاکل شي. په ډاگه دې وي چې په نومبر 2008ء کې د ممبۍ د بريدونو څخه وروستو هند په يو اړخيز ډول پاکستان سره د کرکټ اړيکې شلولې وې اؤ پينځۀ کاله وروستو يو ځل بيا دغه اړيکې د سمي لوري ته ورغلي دي. دکال 2009ء څخه راپديخوا پاکستان کې دکرکټ هيڅ يو نړيوال ميچ نۀ دى شوى.