شمالي وزيرستان:دډرون بريد کې څلور کسان وژل شوي

شمالي وزيرستان

دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دزيارت په ورځ دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا ترسره شوي ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دغه بريد دشمالي وزيرستان دميرعلي تحصيل دخوشحال توري خيلو په عيسوخيل نومې سيمه کې ترسره شوى دى.
سرچينې زياتوي چې دډرون څخه دتندلارو تر استعمال لاندې په يوه ودانۍ او يو موټر سائيکل څلور ميزائيلونه داغل شوي دي.
سرچينې دا هم وائي چې دبريد وروستو په سيمه کې ډرون تر ډيره وخته الوت کولو چې له امله يې په سيمه کې ويره ترهه خوره شوې.
قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان پورې دميډيا رسد نشته ځکه په ازادانه ډول ددغه بريد او پکې داوښتې مرگ ژوبلې په اړه اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي.
دنوي کال دپيل کيدو څخه راپديخوا دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دزيارت په ورځ دغه دډرون اتم بريد ؤ.
پاکستان ډرون بريدونه دخپلې خپلواکۍ په ضد گرځوي خو امريکائي چارواکي وائي دترهه گرۍ په ضد جگړه کې ډرون يوه موثره وسله ثابتيږي.