دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا ترسره شوؤ ميزائيلي بريدونو کې لږ ترلږه ٨ شکمن جنگيالي وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
داستخباراتي سرچينو او سرکاري ميډيا ترمخه دنهې په ورځ سحر وختي دغه ډرون بريدونه دشمالي وزيرستان په دوؤ بيلا بيلو سيمو کې ترسره شوي دي.
دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو څخه لمړى بريد په حيدرخيل نومې سيمه کې دتندلارو تر استعمال لاندې په يوه ودانۍ ترسره شوى چې پکې څلور کسان وژل شوي او ديو ساعت ددمې وروستو په نزدې بله سيمه عيسوخيل کې هم په يو کور ميزائيلي بريد ترسره شوىاو په دغه دوهم بريد کې هم څلور کسان وژل شوي دي.
په دغو ميزائيلي بريدونو کې په نخښه شوې دتندلارو ځالې په مکمله توگه تباه شوي دي.
دافغان پولې سره نزدې دپاکستان دغه قبائيلي سيمې پورې دميډيا رسد نشته ، ځکه دازادو سرچينو څخه ددغو بريدونو او پکې داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ شي کيدى.
دتيرې يوې مياشتې راهسې دپاکستان په قبائيلي سيمو شمالي او جنوبي وزيرستان کې دډرون بريدونو کې چټکتيا راغلې ده.
په جنوبي وزيرستان کې ترسره شوي هم په دغه شان يو ميزائيلي بريد کې سيمه ييزو استخباراتي سرچينو او قبائيلو ديو مهم طالب کمانډر مولوي نذير دوژنې پخلى کړى، دپاکستان دبهرنو چارو وزارت دډرون په بريد کې دمولوي نذير دوژل کيدو دپخلي څخه ډډه کړې ده.
پاکستان پخپله خاوره دډرون بريدونه دخپلې ملي خپلواکۍ په ضد گرځوي او دريځ لري چې دغه بريدونه دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دهغوي هڅو ته زيان رسوي، خو امريکائي چارواکي دغه بريدونه دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې يوه موثره وسله گرځوي.