د افغانستان په پوله پراته د پاکستان په جنوبي وزیرستان قبائیلي سیمه کې بې پائلټه هوائي جهاز یا ډرون د وسله والو په مشکوک مرکز برید کړی، په نتیجه کې يي لږ تر لږه ١٠ کسان وژل شوې دي.
ډرون حمله د جنوبي وزیرستان مرکزي ښار وانه په شمال ختیز کې د اتوار په ورځ د بابړې په سیمه کې شوې چرته چې د چارواکو د وینا ترمخه د پنجابي طالبانو مرکزونه موجود وو.
امنیتي چارواکو ویلي ډرون د وسله والو په مرکز ١٠ راکټې ویشتې دي.
جنوبي وزیرستان کې ورستۍ ډرون حمله کې د وژل شوؤ کسانو د شمیرې په حقله مختلف رپورټونه راغلې دي. چارواکو وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي حمله کې لږ تر لږه ١٢ کسان وژل شوې خو ځنې رپورټونو د مرگونو شمیره ١٧ ښودلې ده.
د پیښې په حقله د پاکستان د انگریزۍ ژبې ډان ورځپاڼه یو رپورټ وايي چې پکې د طالبانو یو اهم غړی ولي محمد وژل شوی دی چې د طوفان محسود په نوم هم یادیدو. رپورټ وايي ولي محمد د ځانمرگي بریدونو ماسټر مائنډ وو یا منصوبه ساز وو.
ددې نه وړاندې جنوبي وزیرستان کې ډرون برید کې طالب کمانډر ملا نزیر وژلی شوی وو.