د پیغمبر اسلام پر ضد فلم جوړونکی نه پلټنې پیل شوي دي

خوا د مصر سرښار قاهره کې هم پوځ د امریکایي او نورو غربی سفارتخانو په خواوشا کې سخت حفاظتی ګامونه پورته کړي دي

امریکايي چارواکو وییلي د هغه فلم جوړونکی یي نیولې چې پکې د پیغمبر اسلام سپکاوی شوې. د خالي په ورځ د لاس اینجلس کاونټۍ د پولیسو یو مشر سټیو وايټمور زیاته کړی دغه تن نکولا باسولي نه پلټنی کوي.
اخوا په منځنی خطیز کې د خالي په ورځ د امریکا پر ضد راپورته شوؤ مظاهرو کې کمی راغلی.
د سوډان په سرښار خرطوم کې د جمعې په ورځ د مظاهرچیانو لخوا په امریکايي، برطانوی او جرمن سفارتخانو باندی د بریدونو ورستو پولیسو ګشتونه سوا کړي دي. بل خوا د مصر سرښار قاهره کې هم پوځ د امریکایي او نورو غربی سفارتخانو په خواوشا کې سخت حفاظتی ګامونه پورته کړي دي.
د رپورټونو تر مخه په یمن کې د القاعده سره تړلی یوی ډلی د امریکایي سفارتخانو پر ضد د نورو مظاهرو او تشدد غږ کړی دی. د القاعده دغه ډلی ويلي دوی غواړي دغه اوور نورو سفارتخانو ته هم خورکړی.
د عیسايانو ستر مشر پاپ بینیډکټ په لبنان کې په عام اولس غږ کړی چې دوی دې په سیمه کې د مذهبی آزادۍ او امن یو مثال جوړ شی. د بیروت په صدارتي مانړۍ کې د حکومتي چارواکواو مذهبی مشرانو سره د لیدو کتو په محال د رومن کیتهولک چرچ مشر زیاته کړه چې په لبنان کې عیسایان او مسلمانان د صدیو راهسی په یوځایي د امن ژوند کوي.
پدغه محال یو مسلمان مذهبی مشر شیخ محمد قاباني پاپ ته په یو خط کې وییلي په لبنان کې په یو عیسايي برید مونږ په ټولو مسلمانانو برید ګنړو.
ددغه فلم په ضد داحتجاج په مهال مظاهره چيانو دامريکا، جرمني او برطانيې په سفارت خانو بريدونه کړي، په ليبيا کې په امريکائي قونصل خانه ترسره شوي بريد کې دامريکا سفير کرسټوفر سټيونز او دعملې نور درې کسان وژل شوي وؤ.

پاپ بینیډکټ په لبنان کې په عام اولس غږ کړی چې دوی دې په سیمه کې د مذهبی آزادۍ او امن یو مثال جوړ شی


داروپائي اتحاديې مشرانو عرب او دمسلمانانو هيوادونو څخه په فوري توگه ددغو مظاهرو دختمولو غوښتنه کړې ده.
داروپائي کميشن صدر جوز مينؤل ددغو بريدونو غندنه کړې ، دا يې ناقابل برداشت او دمهذبې نړۍ داصولو خلاف گرځولي. داروپائي اتحاديې دخارجه تگلارې مشر کيتهرين ايشټن داړونده هيوادونو چارواکو څخه دسفارتي مشنز او دعملې دتحفظ باوري کولو غوښتنه کړې. هغه وئيلي دا خبره مهمه ده چې داغيزمنو سيمو مشران ددغو تشدد څخه دډکو مظاهرو ختمولو او دغلته دامنيت پځايې کولو کې خپل کردار ادا کړي.
په عين حال کې داسلام ضد فلم دهدايت کار نيکولا باسيلى څخه چارواکو تپوس پوښتنې پيل کړي دي.
دجمعې په ورځ امريکائي ريډيو ساوا سره په يوه مرکه کې هغه دفلم په ضد په ترسره شوؤ مظاهرو نيوکه کړې او مسلمانانو ته يې دزغم څخه دکار اخستو مشوره ورکړې وه.
هغه عربانو ته په اختلافي معاملو دپرامنه احتجاج دطريقې زده کولو مشوره هم ورکړې وه.
دامريکا په کيلي فورنيا رياست کې دميشته دغه تن عمر 55 کاله دى او هغه يو مصري نژاده قبطي عيسائي دى چې اوس اوس دبينک فراډ په يوه مقدمه کې دسزا تيرولو وروستو خوشې کړل شوى ؤ.

ورځ د لاس اینجلس کاونټۍ د پولیسو یو مشر سټیو وايټمور زیاته کړی دغه تن نکولا باسولي نه پلټنی کوي


ريډيو ساوا سره خبرو کې نکولا باسيلى وويل هغه هيله نۀ کوله چې په دغه فلم به عرب او مسلمانه نړۍ کې دومره سخت غبرگون رامخې ته شي.
که هر څو هغه په مسلمانو هيوادونو کې دترسره شوؤ مظاهرو په مهال په رامينځته شوؤ وژنو دخفگان څرگندونه وکړه خو دا يې هم وويل چې دفلم په جوړولو هغه هيڅ افسوس نۀ کوي.
نکولا په فلم کې دکارکوونکو ځينو اداکارانو او عملې دغړو له لوري لگول شوى دا تور هم رد کړو چې دحقيقت وئيلو پرته يې په دهوکه دهغوي څخه دغه شان کار اخستى