خيبرايجنسي:عملياتو کې 21 جنگيالي وژل شوي دي

دازادو سرچينو څخه ددغه عملياتو او پکې تندلارو ته داوښتي زيان په اړه پخلى ځکه نۀ شي کيدى چې تيراه پورې دميډيا رسدممکن نۀ دى

راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دجمرود تحصيل په لرې پرتې سيمې تيراه کې امنيتي ځواکونو دترهه گرو ځالې په نخښه کړي چې پکې 21 جنگيالي وژل شوي او 14 نور ژوبل شوي دي.
دفرنټئير کور دسرچينو ترمخه امنيتي ځواکونو په لرې پرته سيمه تيراه کې دتندلارو په ضد کارروائي ترسره کړې چې پکې دهغوي پينځه ځالې هم تباه شوي دي.
دعسکري سرچينو وينا ده چې دامنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوې دغه کارروايۍ کې وژل شوي تندلاري په خيبرايجنسۍ کې دفعاله تندروه ډلې لشکراسلام سره تعلق لرلو.
دازادو سرچينو څخه ددغه عملياتو او پکې تندلارو ته داوښتي زيان په اړه پخلى ځکه نۀ شي کيدى چې تيراه پورې دميډيا رسدممکن نۀ دى.