لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : دگن شپ هيلي کاپټرو گوله بارۍ کې 10 جنگيالي وژل شوي


خيبرايجنسي
خيبرايجنسي
چارواکي وائي دزيارت په ورځ دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دباړې تحصيل په لرې پرته سيمه تيراه کې دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري شوې چې پکې لږ ترلږه 10 جنگيالي وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
دچارواکو وينا ده باړه کې امنيتي ځواکونو ديو تندلاري کمانډر کور ويجاړ کړى او په يو کور دمارټر دگولې لگيدو له امله هم 8 کسان ژوبل شوي دي.
امنيتي سرچينې وائي دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دتيراه په سائيري نومې کلي کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري شوې چې پکې دهغوي څلور ځالې تباه شوي،10 جنگيالي وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي.
خو تيراه پورې دميډيا درسد نۀ کيدو له امله په ازاده توگه ددغه ادعاوؤ پخلى نۀ دى شوى.
بلخوا امنيتي ځواکونو دباړې په نالا کجوري سيمه کې دتندروه ډلې لشکر اسلام سره دتعلق لرونکي يو تندروه کمانډر جاويد کور ويجاړ کړى.
په يوه بله پيښه کې دباړې په ملک دين خيل سيمه کې په يو کور دمارټر گوله لگيدلې چې پکې ديوې کورنۍ 8 کسان ژوبل شوي، خو دا نۀ ده په ډاگه شوې چې دغه گوله دامنيتي ځواکونو که دتندلارو لخوا فائر شوې وه
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG