دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور سره لگيدلې نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې دخالي په ورځ په ترسره شوې يوې موټري بم چاؤدنه کې لږ ترلږه 16 کسان وژل شوي او 25 نور ژوبل دي.
امنيتي سرچينې وائي دغه بريد په جانان مارکيټ کې دتندروه جنگيالو په ضد دجوړ شوي سيمه ييز امن لښکر په دفتر ترسره شوى دى.
چارواکي وائي بم په يو وړوکي گاډي کې ايښودل شوى ؤ او ځينې سرچينې دعوه کوي چې دا يو ځانمرگي بريد ؤ، خو په دغه حقله کوټلي شواهد مخې ته نۀ دي راغلي.
دچاؤدنې له امله خواؤشا 20 دوکانونه او څلور گاډي تباه شوي او ژوبل کسان دعلاج لپاره ددره ادم خيل او پيښور روغتونونو ته رسول شوي دي.
پيښور دليډي ريډنگ هسپتال دانتظاميې ترمخه تر دې مهاله روغتون ته د7ؤ کسانو مړي او 25 زخميان وروړل شوي او د8ؤ کسانو مړي ددره ادم خيل روغتون ته هم رسول شوي دي.
په ژوبل شوؤ کې دپينځوؤ حالت انديښمن دى چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دچاؤدنې وروستو په گڼ شمير امنيتي ځواکونه دپيښې ځايې ته رسيدلي او ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې ده.
دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين دپيښې وروستو ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې اوس وخت رارسيدلى چې دترهه گرو په ضد موثره کارروائي وکړل شي.