دبشري حقونو دتحفظ يوه نړيواله ډله هيومن رائټس واچ کوئټه کې دترسره شوؤ اوسنو بمي چاؤدنو په تناظر کې خبردارى ورکړى چې پاکستان کې په شيعه ورورولۍ خونړو بريدونو کې زياتوالى راتللى شي.
ملگري ملتونه وائي چې دپاکستان حکومت دې په سمدستي توگه ټول پاکستان کې په شيعه مسلمانانو دبريدونو کولو لپاره امر کوونکي او په هغوي بريدونو کولو کې برخه اخستونکو کسانو سره حساب وکړي.
دهيومن رائټس واچ دپاکستان ډائريکټر علي دايان حسن دجمعې په ورځ خبردارى يوه ورځ وروستو له هغې دفرقه ييز تشدد دسيوا کيدو خبردارى ورکړى چې په کوئټه کې ترسره شوؤ بمي چاؤدنو او يو ځانمرگي بريد کې 93 کسان ووژل شول.
هغه وويل چې تير کال پاکستان کې دشيعه ورورولۍ سره تعلق لرونکي 400 کسان وژل شوي او که چرې دتيرې ورځې بريد په دغه اړه کومه اشاره وي نو په دغو بريدونو کې به نوره اضافه هم راشي.
غيرقانوني تندروه سُني ډلې لشکرجهنگوي مقامي ميډيا سره په خبرو کې دکوئټې دبريد پړه په غاړه اخستې.
هيومن رائټس واچ دپاکستان په وفاقي حکومت او ټولو اړونده صوبائي حکومتونو غږ کړى چې په اوسنو بريدونو کې ککړ او دشيعه ابادۍ دپه نخښه کولو په جرمونو کې ککړ ټول کسان دې سمدستي ونيسي او محاسبه دې يې کړي.
هيومن رائټس واچ وائي چې حکومت دې خپلو غيرپوځي ادارو او پوځ ته دتندروه ډلو څخه دترهه گريزو بريدونو سره دمخ خلکو دتحفظ ورکولو وينا وکړي.
دملگرو ملتونو وينا ده چې حکومت دې په هاغو سيمو کې دخپلو پوځيانو شميره سيوا کړي کومې چې په شيعه مسلمانانو دبريدونو لپاره خطرناکې گڼل کيږي او په ځانگړې توگه کوئټه کې.