لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې دطالب علمانو او استاذانو تحفظ لپاره گامونه واخلي، ايچ ار ډبليو


هيومن رائټس واچ غوښتنه کړې ده چې وفاقي حکومت دې دصوبائي حکومتونو سره په گډه يو داسې نظام جوړ کړي چې چرته هم کوم سکول په نخښه کيږي هغه په فوري توگه جوړول کيږي
هيومن رائټس واچ غوښتنه کړې ده چې وفاقي حکومت دې دصوبائي حکومتونو سره په گډه يو داسې نظام جوړ کړي چې چرته هم کوم سکول په نخښه کيږي هغه په فوري توگه جوړول کيږي
دبشري حقونو دتحفظ نړيوال تنظيم هيومن رائټس واچدپاکستان دحکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دطالب علمانو، استاذانو، سکولونو او دبشري حقونو دکارکوونکو دتحفظ لپاره دې په فوري توگه گامونه واخلي.
دجمعې په ورځ دهيومن رائټس واچ له لوري جاري شوي بيان کې دطالبانو، القاعده او دهغوي دپلويانو څخه هم غوښتنه کړې ده چې په ماشومانو، سکولونو او استاذانو دې بريدونه اودروي.
هيومن رائټس واچ وائي دپاکستان پوځ دې هم دسکولونو داډو په توگه کارولو څخه ډډه وکړي ، ځکه چې په دغسې کولو سره سکولونه په هدفي ځائيونو کې بدليږي.
سږ کال پاکستان کې په 96 سکولونو بريدونه شوي او ملگرو ملتونو تير کال ددغسې پيښو شميره 153 ښودلې وه.
مومند ايجنسۍ په 14ؤ، صوابۍ کې په 13ؤ، چارسده کې په 12ؤ او مردان ضلع کې په 11ؤ سکولونو بريدونه ترسره شوي او ددې ترڅنگ بلوچستان او سندهـ کې هم سکولونه به نخښه کړل شوي دي.
په هيومن رائټس واچ کې دپاکستان ډائريکټر علي دايان ترمخه دپاکستان ځينې برخې سکولونو ته دتللو په حواله دنړۍ په زياتوخطرناکو ځائيونو کې شاملې دي، وخت رارسيدلى دى چې پاکستاني چارواکي په دې خبره پوهه شي چې په دې اړه يواځې دغصې څرگندونه کافي نۀ ده او دغسې بريدونه به په هاغه صورت کې اودريږي چې دذمه وارو سره حساب وشي.
دروانې مياشتې په 9مه نيټه دسوات په مينگوره ښار کې ترهه گرو دسکول په يو بس ډزې کړې وې چې پکې دجينکو دتعليم لپاره دغږ پورته کوونکې ماشومې ملالې يوسفزۍ پشمول درې طالب علمانې ژوبل شوې وې، ددغه بريد په نړيواله او ملکي کچه غندنه شوې وه.
دعلي دايان ترمخه څنگه په ملالې دبريد نړيواله غندنه شوې هم دغه شان دهرې هاغه پيښې غندنه کيدل پکار دي چې پکې کوم طالب علم يا سکول په نخښه کولى شي.
هاغه سکولونه چې اوس دملبې په ډيرو کې بدل شوي ، هغې ته په کتلو سره دحکومت دارادې اندازه کيږي چې دماشومانو دتعليم لپاره څومره پخه اراده لري.
هيومن رائټس واچ غوښتنه کړې ده چې وفاقي حکومت دې دصوبائي حکومتونو سره په گډه يو داسې نظام جوړ کړي چې چرته هم کوم سکول په نخښه کيږي هغه په فوري توگه جوړول کيږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG