دبشري حقونو دتحفظ نړيوال تنظيم هيومن رائټس واچ وئيلي دي پاکستان کې دبشري حقونو دکميشن دجوړيدو په نوي بل کې دې دغه کميشن ته دا اختيار ورکړل شي چې دپوځ يا خفيه ادارو لخوا دبشري حقونو څخه په سرغړونه دهغوي څخه پلټنه کولى شي.
هيومن رائټس واچ دپاکستان صدر اصف علي زرداري څخه غوښتنه کوي چې هغه دې په دغه بل تر هاغه وخته پورې لاس ليک نۀ کوي ترڅو چې کميشن ته دغه اختيار نۀ وي ورکړل شوى.
نيشنل هيومن رائټس کميشن ايکټ قومي اسمبلۍ دمئ په 4مه نيټه کال 2012م کې منظور کړى ؤ ، خو ددې دموثره کيدو لپاره دصدر دلاسليک ضرورت وي.
تنظيم وائي بايد دغه نوى قومي کميشن هاغه مهال په عمل کې راشي کله چې ورته دبشري حقونو په خلاف ورزۍ دخفيه ادارو او پوځ څخه دپلټنو اختيار ترلاسه شي.
دزيارت په ورځ پخپل يو بيان کې هيومن رائټس واچ غوښتنه کړې ده چې پارليمان ته په دې لړ کې دپيرسز پرنسپلز يا پيرس قواعدو پيروي کول پکار دي چې پکې وئيل شوي دي دکوم بشري حقونو دکميشن لپاره ضروري ده چې هغه بااختياره او خپلواکه وي چې دغه شان داولسي وگړو حقونه خوندي کړل شي.
دايچ ار ډبليو دايشياء ډائريکټر بريډ ايډمز وائي که چرې دبشري حقونو قومي کميشن بااختياره کړل شي نو پاکستان کې دبشري حقونو صورتحال کې مهم کردار ادا کولى شي.
هغه وائي صدر زرداري ته پکار دي پارليمان ته ووائي چې ترڅو چې دپوځي ادارو او استخباراتي شبکو له لوري دکيدونکو خلاف ورزو( دپلټنو) اختيار کميشن ته نۀ وي ورکړل شي تر هغې به دې لاسليک نۀ کوي.
تير کال دمئ په مياشت کې په شکمنه توگه وژل شوي پاکستاني خبريال سليم شهزاده څو ، څو ځله هيومن رائټس کميشن ته وئيلي وؤ چې هغه ته دخفيه ادارو دچارواکو له لوري دړکې ترلاسه کيږي.
دهغه دوژنو دعلتونو معلومولو لپاره دپاکستان حکومت کميشن جوړ کړى ؤ، خو کميشن څوک دهغه دوژنې ذمه وار نۀ دي گرځولي، چې له دې وروستو هيومن رائټس واچ په حکومتي کميشن تور لگولى ؤ چې د صحافي په وژنه دخفيه ادارې ائي ايس ائي څخه دتپوس پوښتنو کولو څخه ويريږي
هيومن رائټس واچ: پوځ او استخباراتي ادارې څخه دې دپلټنو اختيار ورکړل شي

نيشنل هيومن رائټس کميشن ايکټ قومي اسمبلۍ دمئ په 4مه نيټه کال 2012م کې منظور کړى ؤ ، خو ددې دموثره کيدو لپاره دصدر دلاسليک ضرورت وي