ميجر جنرال قمر: دير کې په پاک افغان پوله 260 جنگيالي او 40 پوځيان وژل شوي

جنرال غلام قمر دا هم وويل چې ددير خلکو په سخت وخت کې دپوځ ملاتړ کړى او په دغه سيمه کې دپوليسو کارکردگي هم دستائينې وړ ده

دسوات جي او سي ميجر جنرل غلام قمروئيلي دي پاک پوځ دتيرو شپږو مياشتو په مهال په پاک افغان پوله دتندلارو 17 بريدونه ناکامه کړي دي او دافغانستان دخاورې څخه دترسره کيدونکو بريدونو په مهال پاکستاني پوځيانو 260 ترهه گر وژلي دي.
هغه دا هم وائي چې په دغه مهال دوسله والو جنگيالواو امنيتي ځواکونو ترمينځ ترسره شوؤ نښتو کې 40 پوځيان هم وژل شوي.
ددې خيالاتو څرگندونه هغه دسوات دخوازه خيلې هيډکوارټر کې دپريس بريفنگ په مهال کړې ده.
په دغه موقع کرنل اسټاف عدنان او دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار ويانددکرنل عارف پشمول نور پوځي چارواکي هم موجود وؤ.
پوځي مشر ميجر جنرال غلام قمر وويل په سوات کې دترهه گرۍ گڼې منصوبې ناکامه کړل شوي او دځانمرگي بريدکوونکو پشمول 104 ترهه گر ژوندي نيول شوي دي.
هغه ادعا وکړه چې په سوات کې اوس مهال په بشپړ ډول امن پځايې دى او په سيمهکې به دترهه گرو کومه هڅه برياليتوب ته پرې نۀ ښودل شي.
جنرال قمر زياته کړه مونږ دتيرو يوولسو کلونو راهسې دترهه گرۍ په ضد جگړه کوؤ ، خو دا يواځې دپاکستاني پوځ جگړه نۀ بلکې دټول قام جنگ دى.
پوځي مشر وويل ټول قام بايد يو موټى شي او دترهه گرۍ په ضد جگړې ته ملا وتړي.
هغه وويل په سوات کې اوس مهال په مکمل ډول امن پځايې دى ، دفرورۍ، مارچ او جون په مياشتو کې دتندلارو دپينځوؤ ډلو سوات ته دننوتلو پشمول امنيتي ځواکونو دترهه گرۍ نورې منصوبې ناکامه کړي ، دځانمرگي بريدکوونکو پشمول يې 104 ترهه گر او دهغوي څخه يې په دروند مقدار کې وسله ترلاسه کړې ده.
هغه وويل دافغانستان دخاورې څخه دخيبرپښتونخوا په دير سيمه کې په پاکستاني پوځيانو دجنگيالو له لوري تر دې مهاله 17 خونړي بريدونه ترسره شوي او 105 ځله دډزو تبادله شوې ده، خو پاکستاني پوځ دترهه گرو ټولې هڅې ناکامه کړي او هم په پوله يې 260 ترهه گر وژلي دي.
په دغو نښتو کې دپاکستاني پوځ 40 عسکر هم وژل شوي.
جنرال غلام قمر دا هم وويل چې ددير خلکو په سخت وخت کې دپوځ ملاتړ کړى او په دغه سيمه کې دپوليسو کارکردگي هم دستائينې وړ ده.
هغه زياته کړه په سوات کې په پرمختيائي منصوبو په تُندۍ سره کار روان دى او دفتح پور نه کالام پورې دسړک جوړولو لاپره حکومت پيسې ورکړي دي، همدغه راز په دير کې هم په 20ؤ پلونو کار روان دى چې په هغې کې زياتره جوړ شوي.
ميجر جنرال غلام قمر وويل په سوات کې سيلگري پځايې شوې ده او دتير اختر په دوهمه او دريمه ورځ دټول هيواد څخه تر يو لکو پورې سيلگري سيمې ته ورغلي وؤ ، چې ورسره دسوات دمعيشت په بحالۍ کې مرسته شوې ده.