لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بره دير :جنرل کياني وائي دترهه گرو تر ماتې پورې به پوځ سيمې څخه نۀ اوځي


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دخيبرپښتونخوا دبره دير سيمې دوره کړې او دغلته دگمارلو پوځيانو دجرائت او مړانې ستائيلو په مهال يې وئيلي دي چې دهيواد ددفاع لپاره دپوځ لخوا ورکړل شوې قربانۍ دتاريخ روښانه باب دى.
دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دپوځ سرلښکر ته په دير کې په تازه وضعيت حال احوال تير کړل شوى ، چې پکې دپولې دپورې غاړې فعاله تندلارو لخوا دراپورته کړل شوې خطرې په ضد په گامونو ځانگړى ټينگار شوى.
بيان کې وئيل شوي دي چې افسرانو او عسکرو سره خبرو کې جنرل کياني دهغوي دلوړ مورال او قربانو ستائينه وکړه.
بيان کې وئيل شوي دي چې جنرال کياني دسيمه ييزو مشرانو سره هم ليدنه کړې او دهغوي دملاتړ ستائينه يې کړې ده.
بيان کې وئيل شوي دي جنرال کياني وويل پوځ په سيمه کې دامن او مختيا لپاره ژمن دى.
بيان کې راغلي جنرال کياني ټينگار وکړو چې پوځ به دسيمې څخه تر هاغه وخته پورې نۀ ځي ترڅو چې ترهه گرو ته ماتې نۀ وي ورکړل شوي او(دامنيت) ذمه وارۍ سول انتظاميې نۀ وي سمبال کړي.
پوځي بيان زياتوي سيمې ته په ورتگ دپيښور کورکمانډر ليفټننټ جنرال خالد رباني او نورو لوړپوړو افسرانو هغه ته هرکلى ووئيلو.
دسرچينو ترمخه جنرال اشفاق پرويز کياني دبره دير سيمې دوره کړې اؤ دپولې دپورې غاړې څخه دجنگيالو دبريدونو په شا دتمبونکو عسکرو ستائينه يې کړې ده.
جنرال اشفاق پرويز کياني عسکرو ته په وينا کې وويل دترهه گرۍ په ضد جگړه او د هيواد ددفاع لپاره دپوځ لخوا ورکړل شوې قربانۍ دتاريخ روښانه برخه ده.
دهغه وينا وه چې په سوات سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره دترهه گرو په ضد پاکستاني پوځ لپاره دسيمې دخلکو ملاتړ دستائينې وړ دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG