د ډاکټر شکيل افريدى وکیل وائي د فوکس نیوز مرکه بې بنیاده ده

فوکس نيوز ادعا کړي دپيښوردسنټرل جيل نه په مرکه کې ډاکټر شکيل افريدي وییلي په جيل کې ائي ايس ائي پرله پسې دسزا او د سختو پلټنو نظام برقراره ساتلى

دالقاعده دپخواني مشر اسامه بن لادن وژنه کې امريکائي سي ائي اى سره دهمکارۍ په تور بندي پاکستاني ډاکټر شکيل افريدي وکیل سمیع الله ډیوه ریډیو ته وییلي د فوکس نیوز د خبریال دغه مرکه بې بنیاده ده ځکه چې په جیل کښې د ډاکټر شکیل سره د هغه خپل خپلوان او د کور خلک ملاقات ډیر په ګرانه کولې شي، نو د یو خبریال جیل ته تګ خو ډیره ګرانه ده.
سمیع الله زیاتوي د مرکه په ټیلي فون هم ډیر کم امکان لري ځکه چې د پیښور په جیل کښې جیمري لګیدلي دي. د ډیوه ریډیو ددی پوښتنی په جواب کښې چې آیا ددی مرکې د ډاکټر شکیل په مقدمه یا اپیل څه اثر غورځولې شي او که نه سمیع الله زیاته کړه ددې به په کیس څه اثر نه وی خو په پاکستان کښې په د ډاکټر شکیل آفریدي مخالفت نور هم سوا شي. ولی بل خوا د پیښور یو خبریال مشتاق یوسفزۍ ډیوه ریډیو ته وایي ددی سره په د ډاکټر شکیل مشکلات سوا کیږي.
د یادوني وړ ده چې د القاعده دپخواني مشر اسامه بن لادن وژنه کې امريکائي سي ائي اى سره دهمکارۍ په تور بندي پاکستاني ډاکټر شکيل افريدي امريکائي ټي وي فوکس نيوز سره په يوه مرکه کې ادعا کړې ده چې دپاکستان استخباراتي شبکه انټر سروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) امريکا خپله تر ټولو بد دښمن گڼي او دپاکستان موجوده حکومت دبلينونو ډالرو دامداد تروړلو په غرض امريکا سره مرسته کوي.
فوکس نيوز ادعا کړي دپيښوردسنټرل جيل نه په مرکه کې ډاکټر شکيل افريدي وییلي په جيل کې ائي ايس ائي پرله پسې دسزا او د سختو پلټنو نظام برقراره ساتلى.
ډاکټر شکيل افريدي دا ادعا هم کړې چې ائي ايس ائي دامريکا له لوري تيره اوونۍ دترهه گريزې ډلې گرځول شوي تندروه حقاني نيټ ورک مالي مرسته کوي.
افريدي په ډاگه کړې ده چې په مئ 2012ء کې دپيښور جيل ته دبوتلل کيدو څخه دمخه هغه دوزير قبيلې دمشر دورارۀ عبدالقيوم سره ليدنه کړې وه او دغه تن ائي ايس ائي دنامعلومو علتونو په اساس نيولى.
عبدالقيوم شکيل افريدي ته وئيلي چې ائي ايس ائي دهغه ترۀ خان مرجکي ته امر کړى ؤ چې دحقاني نيټ ورک دجنگيالو لپاره دې دقبائيلي ټولنې څخه پيسې راټولې کړې او خان مرجکي هم دغسې وکړل.
فوکس نيوز دشکيل افريدي له خُلې ليکلي پرته له شک څخه ائي ايس ائي 100 فيصده دحقاني نيټ ورک مرسته کوي.
شکيل افريدي دخبرو په مهال داسلام اباد په ابپاره سيمه کې دموقعيت لرونکې دائي ايس ائي بندي خانه کې دترسره شوي تشدد يادونه هم وکړه ، په دغه ځايې کې هغه دلمړو پلټنو لپاره ايسار کړل شوى ؤ.
دهغه وينا وه دپلټنو په مهال دهغه په بدن بل سگريټ مړۀ کړى شول، ورته دبجلۍ جټکې ورکړل شوې او دزړو جامو په اغوستو سره په ځمکه دپروت تالي څخه دسپي پشان دخوراک په کولو مجبوره کړل شوى ؤ
تير کال دمئ په دوهمه نيټه دپاکستان په ايبټ اباد سيمه کې دامريکائي ځواکونو په ځانگړو عملياتو کې دالقاعده مشر اسامه بن لادن وژل شوى ؤ، او داسامه دوژنې څخه 20 ورځې وروستو په 22مه مئ شکيل افريدى دپيښور دحيات اباد سيمې څخه نيول شوى ؤ.
وروستو هه ته ديو تندروه تنظيم په ملاتړ او دمالي امداد په جرم کې د33ؤ کلونو دبند سزا اورول شوې وه او اوس هغه دپيښور په زندان کې بندي دى