لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکز اؤ پنجاب ډاکټر شکيل اډياله جيل کې ساتلو نه انکار کړى


دپاکستان خيبر پښتونخوا حکومت وايي دپيښور په سنټرل جيل کې يو شمير ترهگر بندي دي چې لۀ دې امله د ډاکټر شکيل افريددي ژوند د گواښونو سره مخ دى. اؤ مرکز اؤ پنجاب ډاکټر شکيل اډياله جيل کې ساتلو نه انکار کړى

دخيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مياافتخار حسين د گل په ورځ د وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره په ځانگړو خبرو کې ويلي دي د خيبر پښتونخوا حکومت مرکزي حکومت د پيښور په زندان کې د ډاکټر افريدي ژوند ته د پيښو گواښونو څخه خبرکړى اؤ ورته يې په دغه اړه ليک هم استولى دى.

مياافتخار وويل د خيبر پښتونخوا ددغه غوښتنې په اساس مرکزي حکومت د پنجاب ايالت حکومت ته وينا کړې وه چې بايد ډاکټر شکيل ته د پينډۍ په اډياله جيل کې ځايې ورکړي خو دپنجاب حکومت هم مرکز ته جواب ورکړى چې هغويې هم د اډياله په زندان کې د ډاکټر افريدي دامنيت په اړه ستونزې لري ځکه نو نۀ شي کولى چې هغه په اډياله جيل کې وساتي.

د اطلاعاتو وزير وويل د پنجاب د لوري د ډاکټر شکيل پخپل جيل کې د ساتلو د خواست مسترد کيدلو احوال مونږ ته رارسيدلى او اوس مونږ نور جاج اخلو چې په دغه لړکې څه گامونه اخستى شو.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل داکټر شکيل افريدى سزاوار کړل شوى اؤ ارومرو به دپاکستان په يو زندان کې قيد تيروي خو چې د پيښور په جيل کې پروت دى نو دا زمونږ ذمه واري ده چې هغه ته بشپړامنيت ورکړو.

هم د گل په ورځ د مياافتخار په څيرڅرگندونې دخيبر پښتونخوا وزيراعلي اميرحيدرخان هوتي هم کړي دي اؤ وئيلي يې دي ترڅو چې ډاکټر شکيل افريدى زمونږ سره په زندان کې قيد وي ورته به بشپړ امنيت ورکوؤ.

دوزيراعلي په ماڼۍ کې د اولس دهنر مند کولو د پروگرام په لړکې جوړې شوې يوې دستورې ته پخپله وينا کې وزيراعلي هوتي وويل مونږ دخپله انده مرکزي حکومت د پيښور په زندان کې ډاکټرشکيل افريدي ته دپيښو گواښونو څخه خبرکړى دى.

وزيراعلي وويل ميډيا د ډاکټرافريدي په زندان کې دپاتې کيدلو متعلق خبرونو ته بې ضرورته هوا ورکوي حالانکې هغه چې د هيواد په هر زندان کې وي ساتنه به يې کيږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG