د القاعده مشر اسامه بن لادن په لټون کې د امریکې استخباراتي ادارې سي ائي ای سره په مرستو تورن نیول شوې ډاکټر شکیل افریدي ته د ورکړل شوي سزا پرضد د اپیل اوریدنه د زیارت په ورځ د ایف سي ار ټریبونل د کمشنر په مشرۍ کې شوې ده.
د ډاکټر افریدي وکیل سمېع الله افریدې ډیوه ریډیو ته ویلي دي چې د خېبر ایجنسۍ د پولېټکل ایجنټ دفتر لخوا د کېس ټول ریکارډ او د گواهانو بیانونه ټریبونل ته وړاندې کړل شوي دي.
نوموړي د کېس ټول ریکارډ د ایف سي ار ټریبونل کمشنر ته وړاندې کېدل غټ پرمختگ وگرځولو او وویل چې کېدې شي په راتلونکي اوریدنه کې د کېس فېصله وشي.سمېع الله افریدي وویل د اپیل دویمه اوریدنه به د اگست په 30مه نېټه کېږي.
ډاکټر افريدي چې د القاعده مشر اسامه بن لادن په لټون کې د امریکې استخباراتي ادارې سي ائي ای سره په مرستو په تور نیول شوې ؤ خو ولې بیا د مرستیال پولټیکل ایجنټ په مشري کې جوړ قبایلي عدالت تفصیلي فېصله کې ویل شوي وؤ چې ډاکټر افریدي ته د غېر قانوني گرځول ډلې لشکر اسلام سره د اړیکو په سر سزا اورول شوې ده. قبایلي عدالت ډاکټر شکیل افریدي ته د غدارې په جرم کې د 33ؤ کلونو د بند سزا اورولې ده.
ډاکټر افریدي د سزا پرسر د پاکستان او امريکا په اړیکو کې تاوتریخوالی راغلی ؤ او امریکا په دغه فېصله سختې نيوکې کړي وې.
داکټر شکیل افریدي د کېس په اړه نور معلومات تاسو د ډیوه ریډیو خبریال حمیدالله په رپورټ کې اوریدې شۍ