لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور:تير کال دتښتول شوؤ 150ؤ کسانو څخه دزياترو تعلق بلوچستان سره دى


راپور زياتوي چې تير کال دفرقه وارانه تشدد 161 پيښې رامينځته شوي چې پکې تر ټولو زياتې 90 پيښې پنجاب، خيبرپښتونخوا کې 27،بلوچستان کې 33 او سندهـ کې 11 دفرقه وارانه تشدد پيښې رامينځته شوي دي
راپور زياتوي چې تير کال دفرقه وارانه تشدد 161 پيښې رامينځته شوي چې پکې تر ټولو زياتې 90 پيښې پنجاب، خيبرپښتونخوا کې 27،بلوچستان کې 33 او سندهـ کې 11 دفرقه وارانه تشدد پيښې رامينځته شوي دي

دجمعې په ورځ دجاري شوي پاکستان دبشري حقونو دوزارت دکليز جائزه راپور ترمخه هيواد کې دخلکو دورکيدو لړۍ دوامداره ده يواځې تير کال 150 کسان ورک شوي چې دهغوي څخه دزياترو تعلق ناقراره صوبې بلوچستان سره دى.
دراپور ترمخه 2011م کال کې بلوچستان څخه 109 اولسي وگړي ورک شوي دي.
بلوچستان کې دفعاله بشري حقونو دتنظيمونو وينا ده اوسنو وختونو کې دورکو شوؤ خلکو دتشدد ځپلو مړو دغورځيدو پيښو کې هم چټکتيا راغلې څو دغه راپور کې ددې کومه يادونه نۀ ده شوې.
راپور وائي د غيرت په نوم 476 پيښې رامينځته شوي ، چې پکې تر ټولو زياتې پيښې سندهـ صوبه کې شوي، دغلته 281 کسان وژل شوي، پنجاب کې 163، خيبرپښتونخوا کې شپږ او بلوچستان کې 26 کسان دغيرت په نوم وژل شوي.
راپور زياتوي چې تير کال دفرقه وارانه تشدد 161 پيښې رامينځته شوي چې پکې تر ټولو زياتې 90 پيښې پنجاب، خيبرپښتونخوا کې 27،بلوچستان کې 33 او سندهـ کې 11 دفرقه وارانه تشدد پيښې رامينځته شوي دي.
دپاکستاني حکومت په دغه راپور کې دا هم وئيل شوي دي چې تير کال هيواد کې دتاوان لپاره دتښتونو 7752 مقدمې درج شوي.
دراپور ترمخه تير کال دنورو صوبو څخه ورکو شوړ کسانو کې دشپږو تعلق خيبرپښتونخوا،32ؤ دپنجاب او ددريوؤ تعلق دسندهـ صوبې سره دى.
راپور کې وئيل شوي ي د چې تير کال 1882 ښځې داجتماعي زياتي ښکار شوي چې دهغوي څخه دزياترو تعلق پنجاب سره دى او په ښځو دتيزابو شيندلو دزياترو پيښو تعلق هم پنجاب صوبې سره دى.
راپور وائي پنجاب کې 1856،سندهـ کې 22 او خيبرپښتونخوا کې داجتماعي زياتي يوه پيښه رامينځته شوې.
راپور وائي دتيزابو شيندلو په مجموعي توگه 62 پيښې رامينځته شوي چې پکې د45ؤ پيښې پنجاب،13 سندهـ او بلوچستان کې څلور پيښې رامينځته شوي، خو خيبرپښتونخوا کې دغه شان کومه پيښه نۀ ده شوې.
راپور کې وئيل شوي دي چې دښځو دسوځولو ټولې 24 پيښې رامينځته شوي چې پکې د16ؤ تعلق پنجاب او اتوؤ دسندهـ سره دى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG