لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هري پور:ددريوؤ بې درکه کسانو مړي موندل شوي

په شکمنه توگه يو کال دمخه دامنيتي ځواکونو لخوا دتښتول شوؤ دغو کسانو مړي دزيارت په ورځ دخيبر پښتونخوا په هريپور سيمه کې وروستو له هغې وموندل شول چې محکمې چارواکو ته امر کړى ؤ دغه دريواړه کسان دې عدالت ته ژوندي وړاندې کړل شي
ديو راپور ترمخه ددغو دريواړو کسانو عمرونه د30ؤ څخه تر 35ؤ کالو پورې وؤ ، هغوي ته لمړى زهر ورکړل شوي او بيا يې څټونه مات کړل شوي دي.
دضلعي پوليسو مشر محمد علي گنډاپور خبريالانو ته ددغه پيښې په اړه وويل ددغو کسانو مړي دبيلا بيلو ځايونو څخه ترلاسه شوي.
گنډاپور وويل دپيښې دښکار شوي يو تن رشته دار پوليسو ته وئيلي دي چې دهغوي دکورنۍ تن امنيتي ځواکونو نيولى ؤ او تر 11ؤ مياشتو پورې ورک ؤ.
له دې وړاندې په روانه مياشت کې دپيښور هائيکورټ خفيه ايجنسو، پوليسو او صوبائي حکومت ته امر کړى ؤ چې د170ؤ کسانو دحالت په اړه دې تفصيلات ورکړي.
صوبائي مرستيال اټارني جنرل محمد اقبال مومنديو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي عدالت د170ؤ درخواست ورکوونکو دکيسونو اوريدنه کوي ، دغه درخواست ورکوونکي دخپلو رشته دارانو په نيولو کې خفيه ايجنسۍ ککړې گڼي.
سپريم کورټ دبې درکه کسانو دکيس راتلونکې اوريدنه په 11مه جولا ئي کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG