لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو دکرنل امام دوژنې ويډيو خپره کړې ده


پاکستاني طالبانو دکرنل امام دوژنې ويډيو خپره کړې ده
پاکستاني طالبانو دکرنل امام دوژنې ويډيو خپره کړې ده

د پاکستاني طالبانو تحريک د پاکستان استخباراتي شبکې ائي ايس ائي ديو پخواني مشر سلطان امير تارړ کرنل امام دوژنې ويډيو جاري کړې ده.
په دغه ويډيو کې دپاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود هم ښودل شوى دى.
کرنل امام تير کال دمارچ په 25مه دائي ايس ائي ديو بل پخواني مشر خالد خواجه او يو برطانوي خبريال اسد قريشي ترڅنگ وروستو له هغې لا درکه شوى ؤ چې هغه دکوهاټ څخه شمالي وزيرستان ته روان وؤ.
وئيل کيږي په افغانستان کې دطالبانو دتحريک په پياوړي کولو کې سلطان امير مرکزي کردار لرلو.
کرنل امام دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي څخه ريټائرډ شوى يو لوړپوړى چارواکى ؤ او هغه د1980 په لسيزه کې دامريکائي استخباراتي شبکې سي ائي اى سره په گډه دشوروي اتحاديې عسکرو ته دماتې ورکولو دپاره دافغان جنگيالو په روزنه کې مهم رول ترسره کړى ؤ.
وئيل کيږي وروستو چې کله طالبانو په افغانستان قبضه وکړه نو په دغه مهال دطالبانو دمشر ملا عمراو نورو لوړپوړو طالب مشرانو سره هم کرنل امام کلکې اړيکې جوړې کړې وې.
اوس اوس هغه دطالبانو سره دخبرو اترو ملاتړ کړى ؤ خو وئيل يې چې هغه دتندلارو سره هيڅ رقم اړيکه نۀ لري.
دکرنل امام سره چې تير کال طالبانو کوم خبريال نيولى ؤ هغه يې وروستو پريښودى ؤ خو نيول شوى داستخباراتو دوهم لوړپوړى چارواکى خالد خواجه يې وژلى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG