دپاکستان سترې محکمې دبلوچستان دبدامنۍ په اړه دجمع کړل شوي درخواست اوريدنه دزيارت په ورځ کړې.
په دغه مهال دبلوچستان پخوانى وزيراعلي او بلوڅ قوم پرست مشر سردار اختر مينگل هم موجود ؤ.
پخواني وزيراعلي عدالت ته وويل صوبه کې دورکو شوؤ کسانو ستونزه زياته سخته ده او ددغه ستونزې جرړې بايد دصوبې په 65 کلن سياسي تاريخ کې ولټول شي.
اختر مینګل تور اولګوؤ چې پوځي استخباراتي ادارو چارواکی قامپرسته خلک په نخه کوي و خفیه ادارو کې وژونکی ټولګي یا ډیتهه سکواډز جوړ شوي دی.
هغه زياته کړه چې هر حکومت دبلوچستان خلکو ته دهوکه ورکړې ده او دغه معامله دايجنسو دکنټرول څخه اوځي تر بهرنو عناصرو پورې رسيږي.
مينگل تور ولگولو چې دبلوچستان دحالاتو ذمه وار دې ايجنسۍ وگرځول شي، چې دغلته حالات دکشمير او فلسطين څخه هم خراب دي.
دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسترې محکمې درې کسيز بينچ دبلوچستان دبدامنۍ دکيس اوريدنه کړې ده او دکيس اوريدنه يې تر 28م ستمبر پورې ځنډولې.
چيف جسټس افتخار محمد چوهدري په دغه موقع وئيلي دي عدالت دتيرو 68ؤ اوريدنو په مهال ددغه کيس په اړه 60 احکامات جاري کړي خو په دې حقله عملي گامونه نۀ دي اخستل شوي.
عدالت دبلوچستان چيف سيکرټري ته وويل چې دسردار اختر مينگل پيغام وفاقي او صوبائي قيادت ته ورسوي.
جسټس افتخار چوهدري چيف سيکرټري ته امر وکړو چې په دغه معامله دې دصدر، دائي ايس ائي ډي جي ، ايم ائي ډي جي سره بحث وکړي او په دې اړه دې عدالت خبر کړي چې ددغه معاملې دهواري لپاره کوم گامونه اخستل کيږي.
چيف جسټس زياته کړه ورک شوي کسان به راپيدا کيږي او که ضرورت پيښ شي ددغه مقصد لپاره عدالت تر هر حده تللى شي.
افتخار چوهدري وويل ابتدائي تحقيقاتي راپور( ايف ائي ار) به دککړو کسانو په ضد درج کولى شي او دښکتنو عدالتونو پځايې به دغه کيسونه په هائي کورټس کې اوريدلى شي.
پخپلو څرگندونو کې چيف جسټس افتخار چوهدري وويل بايد دائي ايس ائي او ايم ائي ايجنسو وژونکي ځواکونه ختم کړل شي.