بلوچستان کې دبشري حقونو دسرغړونې او امنيت په صورتحال ديو درخواست داوريدنې په مهال دپاکستان سترې محکمې فرنټئير کور( ايف سي) ته دبې درکه شوؤ کسانو محکمې ته دوړاندې کولو لپاره دلسو ورځو مهلت ورکړى دى.
بلوچستان کې دامنيت دصورتحال په اړه دبلوچستان بار ايسوسي ايشن لخوا دجمع کړل شوي درخواست اوريدنه دسپريم کورټ په کوئټه رجسټرۍ کې په چيف جسټس افتخار محمدچوهدري، جسټس خلجي عارف حسين او جسټس جواد ايس خواجه مشتمل درې کسيز بينچ وکړه.
داوريدنې په مهال دفرنټئير کور(ايف سي) انسپکټر جنرل،ميجرجنرال عبيدالله خان خټک هم موجود ؤ.
چيف جسټس وويل بلوچستان کې دنواب اکبربگټي دوژل کيدو وروستو حالات خراب شول.
هغه وويل په ډيره بگټي کې وگړو ته دازادانه تگ راتگ اجازت نۀ ترلاسه کيدل دائين په ضد گام دى.
عدالت دبلوچستان پوليسو ته امر وکړو چې سبا دې په هر صورت کې تښتول شوى محمودالحسن عدالت ته وړاندې کړي.
مشر قاضي وويل پوليسو ته معلومه ده چې تښتونکي څوک دي؟
دائي جي په مخاطب کولو سره چيف جسټس وويل په ايف سي سخت تورونه دي، په هر دويم يا دريم کيس کې په ايف سي دخلکو دتښتولو تور دى، او په دې اړه دسيشن جج نوشکي راپور هم موجود دى چې دپامه نۀ شي غورځول کيدى، ددې په ځواب کې ائي جي ايف سي وويل دورکو شوؤ کسانو په کيسونو کې حکومت سره مرسته کوي او په دې اړه ټولو کمانډنټس ته احکامات جاري کړل شوي دي.
هغه وويل دورکوؤ شوؤ کسانو کورنو ته باور کوي چې دهغوي دلټولو لپاره به هره ممکنه هڅه کولى شي او که چرې ورته معلومه وى چې دغه ورک شوي کسان دايف سي په قبضه کې دي نو هم نن به يې وړاندې کړي وى ، خو چيف جسټس وويل تاته معلومه ده چې خلک زمونږ دهيواد په ادارو پسې لګيدلي دي او مونږ نۀ غواړو چې دهيواد ادارې بدنامې شي
1