—
دپاکستان سترې محکمې دقومي او صوبائي اسمبليو دغبرگ وگړتوب لرونکي ټول غړي نااهله گرځولي او دهغوي څخه يې دټولو مراعاتو او تنخاگانو دبيرته اخستو امر کړى دى.
دسپريم کورټ وينا ده درحمان ملک پشمول دغو غړو چې په کال 2008م کې انتخاباتو کې دبرخې اخستو لپاره کوم کاغذونه جمع کول نو په هاغه وخت يې دخپل غبرگ وگړتوب په اړه غلط بياني کړې وه چې له امله يې هغوي ريښتوني يا امانت گر نۀ دي پاتې شوي او دائين ترمخه دغسې تن دپارليمان دغړيتوب جوړيدو اهل نۀ وي.
دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ کې درې کسيز بينچ دڅو مياشتو راهسې دغبر وگړتوب لرونکو دپارليمان دغړو په ضد ديوې مقدمې اوريدنه کوله او دفريقينو ددليلونو مکمليدو وروستو دزيارت په ورځ يې غوڅه پريکړه جاري کړه.
دسترې محکمې ددغه فيصلې په نتيجه کې چې کوم غړي دقانون جوړونکو ادارو دغړيتوب لپاره نااهله گرځول شوي دهغوي تعلق دواکمن پيپلز پارټۍ، په مرکز او سندهـ کې دائتلافي گوند متحده قومي موومنټ او حزب مخالف مسلم ليگ(ن) سره دى.
دپاکستان دسترې محکمې دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري په مشرۍ کې دسپريم کورټ درې کسيز بينچ دزيارت په ورځ ددغه معاملې په اړه په جمع کړل شوؤ درخواستونو دفيصلې اورولو په مهال وويل دائين دارټيکل 62م او 63م په زد کې راتلونکى هر تن په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو اهل نۀ وي.
محکمې انتخاباتي ميشن ته امر کړى چې دنااهله گرځول شوؤ قانون جوړونکو په ضد دې قانوني کارروائي وکړي او زياته کړې يې ده چې دټولو نورو پارليمان او صوبائي اسمبلو دغړو څخه دې دهغوي دوگړتوب په اړه نوى حلفي بيان واخستل شي.
وروستو درحمان ملک وکيل انور منصور دخپل موکل ترڅنگ خبريالانو سره دخبرو په مهال وويل درحمان ملک مقدمه دنااهله گرځول شوؤ پارليمان دغړو څخه بيله کړل شوې ده ، ځکه نو دعدالتي پريکړې له امله دهغه دموجوده حيثيت د اغيزمن کيدو تاثر سم نۀ دى، رحمان ملک اوس هم دسينيټ غړى او داخله وزير دى.
دصفايۍ وکيل دخپل دغه دريځ دوضاحت کولو په مهال وويل سترې محکمې په 2008م کې دانتخاباتو په اړه دهغه دموکل حلفي بيان غلط گرځولى خو رحمان ملک سږ کال دنوؤ ټولټاکنو په ذريعه بيا دسينيټ غړى منتخب شوى ؤچې په هغې دعدالتي پريکړې اطلاق نۀ کيږي.
هغه وويل عدالت درحمان ملک معامله دسينيټ چئيرمين ته استولې او هغه به دداخله وزير دمستقبل په اړه غوڅه پريکړه کوي.
دقانون جوړونکو ادارو دغړيتوب لپاره چې کوم کسان نااهله گرځول شوي په هغوي کې دقومي اسمبلۍ غړې فرح ناز اصفهاني، جميل احمد ملک، چوهدري زاهد اقبال، فرحت محمود خان او دصوبائي اسمبليو غړو کې ناديه گبول، اشرف چوهان، چوهدري وسيم قادر، چوهدرينديم خادم، امنه بټر او محمد اخلاق شامل دي.