لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان عدالتونو ملک اسحاق او په اسلام آباد کښې د لال مسجد امام مولانا عبدالعزیز او د هغه ملګري په ضمانت خوشې کړي دي


په مولانا عبدالعزیزاو د هغه په ملګرو تور وو چې د دوه زره اووم کال د جولایي په میاشت کې یې د حکومتي پوځي دستې یا رینجرز یو تن وژلی وو
په مولانا عبدالعزیزاو د هغه په ملګرو تور وو چې د دوه زره اووم کال د جولایي په میاشت کې یې د حکومتي پوځي دستې یا رینجرز یو تن وژلی وو
په ملک اسحاق تور وو چې لاهور سره نزدې په نهم اګست د ختم نبوت یو کانفرنس ته د وینا په وخت یې د کرکې او نفرت نه ډک تقریر کړی وو.
پولیسو ملک اسحاق بیا د اګست په یودیرشمه نیټه نیولی وو. د ملک اسحاق وکیل عدالت ته ویلي چې موکل یې په بد نیت نیول شوی دی.
مولانا عبدالعزیز، د هغه میرمن اْم حسن، لور طیبه عزیز او د هغه په یویش نورو ملګرو تور وو چې د دوه زره اووم کال د جولایي په میاشت کې یې د حکومتي پوځي دستې یا رینجرز یو تن وژلی وو. د اسلام آباد د ترهګرۍ پر ضد یو عدالت نن په خپله فیصله کښې د یویش تورن کسانو نه اوولس نن په ضمانت خوشې کړي. خو د څلورو د نیولو امر یې کړی. دغه څلور کسان تر اوسه حکومت چارواکو نه دی نیولي.
ملک اسحاق د غیر قانوني ګرځول شوي تنظیم لشکر جهنګوي په لومړیو مشرانو کې دی.
په ده باندې د اویا کسانو د وژلو تور دی چې اکثره وژل شوي کسان شیعه مسلمانان وو.
د ملک اسحاق پر ضد لږ تر لږه د څلویښتو پورې مقدمې عدالت ته تللي دي.
ملک اسحاق ته پاکستان ته په سفر د سرې لنکا په کرکټ ټیم باندې د حملې تور هم وو. په هغه قضیه کښې نوموړې ته د څوارلس کالو قید اورول شوی وو. خو سپریم کوټ تېر کال د جولایي په څوارلسمه نیټه د دغه مقدمې نه بري کړی وو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG