دپاکستان پايتخت اسلام اباد څخه دمذهب دسپکاوي په تور نيول دشوې عيسوئي ماشومې رمشا وکيل وائي دطبي معائنې څخه په ډاگه شوې ده چې دهغه دموکلې عمر ١۴ کاله دى خو دهغې ذهني عمر دهغې دطبعي عمر څخه ډير کم دى.
پوليسو دوه هفتې دمخه دپاکستان دپايتخت اسلام اباد څخه درمشا په نوم ماشومه دقران پاک دڅو پاڼو دسوزولو په تور نيولې وه اوهغه دپينډۍ ښار په اډياله زندان کې ساتل شوې ده.
وکيل طاهر نويد دنهې په ورځ وئيلي دي ددغه جينۍ دعمر او ذهني حالت دپلټونکي بورډ دراپورترمخه دهغې عمر ١۴ کاله دى.
هغه وويل بورډ دا خبره هم واضحه کړې چې دماشومې ذهني حالت دهغې دعمر سره مطابقت نۀ لري، خو دا نۀ ده په ډاگه شوې چې ايا ددې مطلب دا دى چې هغه په ذهني توگه کمزورې ده.
بل لوري ته داسلام اباد يوې سيمې ييزې محکمې درمشا دضمانت ددرخواست اوريدنه تر ٣٠م اگست پورې ځنډولې ده، دنهې په ورځ دترسره شوې اوريدنې په مهال دطبي معائنې راپور عدالت ته وړاندې کړى شو.
درمشا وکيل وائي هغه هيله کوي چې رمشا به دراتلونکې اوريدنې په مهال خوشې کړى شي.
له دې وړاندې دپاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک داسلام اباد پوليسو ته امر کړى ؤ چې دقراني پاڼو دسوزولو په مقدمه کې دنيول شوې عيسوئي ماشومې رمشا دضمانت ددرخواست مخالفت دې وکړي.