لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قرآن د سپکاوي په کیس کې د جومات امام نیول شوی


د پاکستان سرښار اسلام آباد کې پولیس د یو جومات امام په دې الزام نیولی دی چې د قران د سپکاوي په شک کې د نیول شوې عیسائي مذهب سره تعلق لرونکې جینۍ خلاف يي په غلطه توگه شواهد وړاندې کړې دي.
امام خالد جدون په دې شک نیول شوی دی چې د عیسائي جینۍ په گوتۍ کې يي د قران پاک پاڼې ایښودې دي. د اتوار په ورځ د سخت امنیت ترسرسنگ خالد جدون عدالت ته وړاندې کړی شو او عدالت خالد جدون پولیس ته د ١۴ ورځو په ریمانډ سپارلی دی.
د فرانس خبرې ادارې ای ایف پي د رپورټ ترمخه د خالد جدون خلاف د هغه دواؤ ملگرو بیان ورکړی دی او پولیس وائي په هغه په ممکنه توگه قصداً د مذهبې کرکې راپارولو د قانون د لاندې مقدمه جوړیدی شي.
د پولیس چارواکې منیر حسین جعفري د وینا ترمخه د خالد جدون خلاف دواؤ کسانو دا بیان ورکړی دی چې هغه د عیسائي جینۍ خلاف د یو عیني شاهد لخوا راؤړل شوې د قران پاک سوزول شوؤ ورقونو کې د نورو پاڼو اضافه کړې ده.
خو خالد جدون عدالت ته د پیشۍ په وخت خبریالانو ته وئیلې د اسلام آباد انتظامیي د هغه خلاف سازش جوړ کړی دی او عیسائي جینۍ په حقیقت کې هم مجرمه ده.
د نیول شوې جینۍ په ضمانت د ازادولو د پاره عدالت کې ارونه به د گل په ورځ کولی شي.
عیسائي ډلو او د انساني حقوقو تنظیمونو د قران د سپکاوي په الزام د جینۍ په نیول کیدو د سخت تویش څرگندونه کړې ده او د هغې د ازادولو غږونه يي کړې دي. د جینۍ د عمر او ذهنې کیفیت په حقله متضاد رپورټونه وړاندې کړی شوې دي. ځنې رپورټونه وائي د هغې عمر ١١ کاله دی او ځنې د هغې عمر ١٦ کاله ښائي. ویل کیږي چې هغه ذهني ناروغۍ مرض ډاؤن سنډروم هم ښکار ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG