دپاکستان او هند ترمينځ په لانجمنه سيمه کشمير کې دهندي ځواکونو په ډزو ديو بل پاکستاني عسکر دوژل کيدو پسر پاکستان دجمعې په ورځ په اسلام اباد کې دهند سفير سفير راغوښتى او په دغه پيښه يې ورته احتجاج کړى دى.
دپاکستان پوځ تيره ورځ په يو بيان کې وئيلي وؤ چې دزيارت په ورځ دهندي ځواکونو په ډزو کې دهغوي يو بل عسکر وژل شوى دى.
په لانجمنه سيمه کشمير کې په تيرو پينځوؤ ورځو کې ديو بل په عسکرو دډزو کولو دغه دريمه پيښه وه چې پکې دواړو خواؤادعاوې کړي چې دهغوي دوه ، دوه عسکر وژل شوي دي.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند معظم احمدخان يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي دي چې دپاکستان او هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه ( لا ئن اف کنټرول) دډزو په تازه پيښه احتجاج لپاره مونږ دهند هائي کمشنر خارجه دفتر ته راغوښتى.
معظم خان وويل چې دهند هائي کمشنر دپاکستان دخارجه چارو دسکتر سره ليدنه کوي.
پاکستان وائي چې دهندي ځواکونو په پاريدلو ډزو کې دهغوي عسکر وژل شوى ، خو دهندي پوځ يو وياند وائي چې لمړى پاکستاني پوځيانو ډزو وکړې او بيا هغوي ته ددغو ډزو ځواب ووئيل شو.
تيره ورځ امريکا په ايټمي وسلو سمبال رقيبو هيوادونو پاکستان او هند سيمه کې دامنيت دبرقراره ساتلو غږ کړى ؤ.
هند دنهې په ورځ ادعا کړې وه چې دپاکستاني پوځيانو په ډزو دهغوي دوه عسکر وژل شوي او ديو څخه سرقلم شوى، خو پاکستان دغه رقم تورونه رد کړي وؤ.