دپاکستان د بهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر دزيارت په ورځ ددې هيلې څرگندونه کړې ده چې دپاکستان او هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه ( لا ئن اف کنټرول) رامينځته شوې اوسنۍ دتاؤتريخوالي پيښې به ددواړو هيوادونو ترمينځ دخبرو اترو روان عمل نۀ اغيزمن کوي.
يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال خارجه وزيرې ادعا کړې ده چې ددغو پيښو په اړه دهندي چارواکو لخوا جاري کړل شوؤ بيانونو کې تضاد موجود دى.
هغې زياته کړې ده چې پاکستاني ميډيا په دغه معامله کې مثبت کردار ادا کړى دى.
حنا رباني کهر وويل چې پاکستان دپاکستان او هند لپاره په لا ئن اف کنټرول داوربندۍ دخلاف ورزو دپيښو دپلټنو په غرض پاکستان دملگرو ملتونو دعسکري مبصرې ډلې سره تماس نيولى دى.
دپاکستان لخوا هند ته دخوښې دهيواد دحيثيت ورکولو په حواله ديوې پوښتنې په ځواب کې خارجه وزيرې وويل دغه کوم ځانگړى حالت نۀ دى او ددغه هيواد حيثيت به هم هاغه وي کوم چې دنورو 180ؤ هيوادونو دى.
له دې وړاندې دشورو په ورځ حنا رباني کهر يو هندي خبري چينل سره په خبرو کې دهندي چارواکو دا ادعا رد کړې وه چې گنې دپاکستاني عسکرو په ډزو دوه عسکر وژل شوي او دهغوي په بيانونو يې کلکه نيوکه کړې وه.
هندي چارواکو دنهې په ورځ تور لگولى ؤ چې پاکستان دلا ئن اف کنټرول پورې غاړې خپل عسکر ليږلي وؤ او دهغوي په ډزو کې دوه هندي عسکر وژل شوي او يو بل ژوبل شوى ؤ.
دپاکستان پوځ وروستو دغه ادعا رد کړې وې.