پاکستان دهند لخوا دپاکستاني پوځيانو په ډزو ددوؤ هندې عسکرو دوژنې تورونه رد کړي او دملگر ملتونو په مبصرينو يې ددغه پيښې دپلټنې غږ کړى.
دنهې په ورځ په رامينځته شوې دغه پيښې هند دشورو په ورځ په نوي ډيلي کې دپاکستان هائي کمشنر راغوښتى او ورته يې احتجاج ريکارډ کړى، دهند دمشر پوځي وياند ترمخه په دغه پيښه کې پاکستاني پوځيانو ديو عسکر څخه سرقلم کړى او دځان سره يې وړى.
پاکستان دهند دغه ادعا بې اساسه تورونه گرځولي.
دپاکستان خارجه وزارت وائي چې پاکستان تيار دى چې دملگرو ملتونو دپوځي مبصرې ډلې څخه په لائن اف کنټرول داوربندۍ داوسنو خلاف ورزو پلټنې وکړي.
دکال 2003م څخه دلانجمنې سيمې کشمير دپاکستان او هند په مينځ کې په ويشل کيدونکې کرښې( لائن اف کنټرول) اوربند شوى ، خو وخت په وخت دواړه خواوې ددې څخه سرغړونه کوي.
دپاکستان خارجه وزيرې حنا رباني کهر هندي چينل سي اين اين، ائي بي اين ته وويل اسلام اباد دهند په ځينو بيانونو حيران شوى او هغه خفه شوې ده.
هغې وويل زۀ ديو داسې حکومت استازيتوب کووم چې دمعمول دحالاتو، دسيمه ييز امن او کورني ثبات ترلاسه کولو لپاره دامن دماحول جوړولو لپاره يې څلور کلونه وخت تير کړى.
دهندي پوځ سرچينو دنهې په ورځ وئيلي دي چې دنهې دورځې دغه بريد داتوار دورځې دهاغه بريد ردعمل کيدى شي چې داسلام اباد په قول هندي ځواکونو په يوه پاکستاني پوسته دبريد په مهال يو عسکر وژلى او بل ژوبل کړى.
حنا رباني کهر وويل چې پاکستانى پوځي دهندي ډزو له امله په جبري ډول وژل شوى. خو زياته يې کړه چې پاکستان په انتقامي تگلاره باور نۀ ساتي.
حنا رباني کهر زياته کړه مونږ يو ذمه دار هيواد يو.
هغې وويل چې بايد داوربندۍ دسرغړونو دتورونو په اړه دذمه وارۍ څخه کار واخستل شي او د ملگرو ملتونو دپوځي مبصرينو څخه يې دپيښې دپلټنو وړانديز وکړو.
دهغې وينا وه مونږ يو دريم فريق ته ددې دپلټنو وينا کولى شو، تاسو پوهيږئ چې دملگرو ملتونو پوځي مبصرين موجود دي، مونږ په هغوي غږ کولى شو، مونږ ديو مکمل تفتيش ژمنه کوؤ.
دپاکستان خارجه وزارت وائي چې پاکستان د2003م په اوربند ژمن دى او او دمستقبل دخلاف ورزو دمخنيوي لپاره يې دموجوده پوځي ميکانزمز په مضبوطتيا غږ کړى.