لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي یو شهزاده بلوچستان کې غیرقانوني ښکار کوي


ښکاریان وایي د څاړي غوښه ډېره خوږه وي او ځینې خلک وایي غوښه یې شهوت زياتوي، ځکه عرب شيخان پخپله د دې مرغه په ښکار پسې پاکستان ته راځي
ښکاریان وایي د څاړي غوښه ډېره خوږه وي او ځینې خلک وایي غوښه یې شهوت زياتوي، ځکه عرب شيخان پخپله د دې مرغه په ښکار پسې پاکستان ته راځي

د بلوچستان اعلی عدالت په دې صوبه کې د یوه نایابه مرغه څاړي پر ښکار بندیز لګولی، خو د سعودي د تبوک ایالت ګورنر هلته ښکار ته ورغلی، چې حکومتي چارواکو یې هرکلی کړی دی.

شهزاده فهد بن عبدالعزیز بن سلطان السعود د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ غړی او د دې هېواد د تبوک ایالت ګورنر دی، چې هر کال په ژمي کې بلوچستان ته په ښکار پسې راځي.

شهزاده فهد پرون د اتوار په ورځ بیا د بلوچستان د چاغي ضلعې دالبندین سیمې ته په خپله شخصي الوتکه کې راغلی، چې د راتګ په وخت یې په سیمه کې کلک امنیت نیول شوی وو

د شهزاده فهد هرکلي ته په پاکستان کې د سعودي سفیر نواف احمد المالکي، د دفاع وزیر خرم دستګیر، د بلوچستان د ځنګلونو او ژویو ایالتي مشر عبیدالله بابت، یو قبایلي مشر حاجي علي محمد نوتېزی، د چاغي د ضلعي کونسل مشر داودخان نوتېزی، مرستیال کمیشنر شهک بلوڅ او نورو حکومتي چارواکي ورغلي دي.

د تبوک ګورنر فهد بن سلطان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا اجازه ورکړل شوې، چې د لسو ورځو لپاره بلوچستان ته راشي او په چاغي ضلع کې د نایابه مرغانو (څاړو) ښکار وکړي.

اوباره یا څاړی هغه مرغه دی چې اصل ځای یې د منځنۍ اېشیا د سایبېریا غرونه دي، خو په ژمي کې د پاکستان او افغانستان نسبتاً تودو سیمو ته پناه راوړي او د پسرلي له راتګ سره بیرته ستنېږي. د څاړي مرغه نسل په نړۍ کې مخ په ختمېدو دی، ځکه یې پر ښکار په نړیواله توګه بندیز دی.

په پاکستان کې هم د څاړو پر ښکار بندیز دی او د بلوچستان اعلی عدالت هم څلور کاله وړاندې د دې مرغه پر ښکار بندیز اعلان کړ، خو د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان ایالتي حکومت د عدالت د پرېکړې په خلاف هر کال د خلیجو هېوادونو عرب شیخانو او شهزادګانو ته ځانګړې اجازتپاڼې ورکوي، چې د څاړي ښکار وکړي

د بلوچستان د ځنګلونو او ژویو ایالتي وزارت وایي، حکومت دغو عربو شیخانو ته په لسو ورځو کې د ۱۰۰ څاړو د ښکار اجازه ورکړې، خو دوی هر یو په زرګونو څاړي ښکار کوي او له ځانه سره یې خپلو هېوادونو ته وړي

ښکاریان وایي د څاړي غوښه ډېره خوږه وي او ځینې خلک وایي غوښه یې شهوت زياتوي، ځکه عرب شيخان پخپله د دې مرغه په ښکار پسې پاکستان ته راځي. خوشال خان خټک هم- چې پر ښکار مين وو- پخپل يوه بيت کې څاړی یاد کړی دی:

مرتبې د دواړو نه دي سره سمې

څوک له ځايه باز شهن څوک څوړي څاړي

پاکستان ته نه یواځې د سعودي بلکې د نورو خلیجي هېوادونو شیخان، حکومتي چارواکي او شهزادګان هم د ښکار لپاره راځي او د بلوچستان د دوکۍ، ږوب او دالبندين سيمو په شمول د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې هم ښکار کوي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۶م کال په دیسمبر کې د بلوچستان په پنجګور سیمه کې د دغو عرب شیخان پر کاروان وسلوال برید هم شوی وو، خو دوی ته پکې کوم زیان نه وو رسېدلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG