لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: د څلور هلکانو د وژنې پرضد د مړو سره د احتجاجي ناستې پينځمه ورځ، اسلام اباد ته د لاريون اعلان


د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خېلو کې د څلورو تنکو هلکانو د وژنې پرضد په پينځمه ورځ احتجاجي ناسته دوام لري، احتجاج کوونکي وايي دغلته يې غوښتنې نه اورېدل کيږي ځکه احتجاجا اسلام اباد ته د مړو سره لاريون کوي.

په جاني خېلو کې د څلورو تنکو هلکانو چې عمرونه يې د 12 نه د 18 کلونو پورې وو، مړي يې په 22 مارچ موندل شوي وو.

د هلکانو د خپلوانو په وېنا د شل ورځې بې درکۍ وروسته ورته د هلکانو مړي د يو خوړ نه په داسې حال کې ترلاسه شوي چې په تشدد وژل شوي او په يو خوړ کې ښخ کړی شوي وو.

خپلوانو يې دغو هلکانو ته د انصاف، د شهدا پېکج او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د مالومولو او قانون منګولو ته سپارلو سره د علاقې نه د ټولو وسله والو لرې کولو او رياستي عملدارۍ په ځای کولو دپاره احتجاجي لاريون پېل کړی دی.

د احتجاجي پرلت يو ګډون وال مشر امان الله وايي دوی د دغه پېښې عدالتي پلټنې غواړي.

هغه وویل پينځمه ورځ يې ده تراوسه يې حکومت غوښتنې ونه منلې او زياته يې کړه دوی د مړو سره اسلام اباد ته د لاريون کولو پرېکړه کړې ده.

يو بل ځايي مشر حاجي الياس وايي په علاقه کې په کال 2009 کې د وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات شوي خو په علاقه کې بيا هم د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

هغه وويل دوی غوښتنه کوي چې په علاقه کې دې د ښه او بدو وسله والو توپير ختم کړی شي.

دوی دعوه کوي تراوسه ورته د صوبې د حکومت لخوا د دوی د غوښتنو پوره کولو ډاډ نه دی ورکړی شوی.

خو د خېبرپښتونخوا د ټرانسپورټ وزير شاه محمد خان وايي د وزيراعلی په استازيتوب د څلورو ورځو راهسې د احتجاج کوونکو سره ناست دی.

هغه وويل د دوی غوښتنې جايز دي پکار ده چې رياست يې ومني او هغه دغه غوښتنې د وزيراعلی سره شريکې کړي هم دي.

پوليس وايي د پېښې مقدمه يې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG