لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کښې د بیا رغونې پنگو په حقله پوښتنې راپورته شوې


 امریکائي عسکر به د کال ٢٠١۴ د جولائي د میاشت نه د بیرته تگ عمل شورو کوي
امریکائي عسکر به د کال ٢٠١۴ د جولائي د میاشت نه د بیرته تگ عمل شورو کوي
یو امریکائي رپورټ چې افغانستان کښې يي د بیا رغونې منصوبو د پاره د مالي پنگو د مصرف جاج اخستی، وائي ځنې پرمختیائي منصوبې د خپل معیاد نه دومره ورستو دي چې د امریکائي جنگي ځواکونو د بیرته تگ پورې به خپل نتائج ترلاسه نه کړی شي.
رپورټ د افغانستان د بیا ودانولو د پاره د څارنه کونکې افسر د طرفه مکمل کړی شوی دی چې په رسمي توگه به د گل په ورځ شائع کولی شي.
رپورټ وائي په وواؤ کښې پنځه منصوبې خو د سره شورو کړی شوې هم نه دي. په دغه پنځه ؤ کښې څلور منصوبې په جنوبي افغانستان کښې د بجلۍ پیداوار زیاتولو د پاره وې او د پنځمې منصوبې د لاندې به افغانستان کښې په ولایتي کچه د عدالتونو نظام پرځائې کولی شو.
رپورټ کښې دا اټکل هم شوی دی چې افغان حکومت نه خو به دومره ماهرت او نه دومره مالي وسائیل وولري چې دا گران بیعه منصوبې وو چلولی شي.
د گل په ورځ د امریکائي رپورټ د رسمي شائع کیدو وړاندې ورځپاڼو نیویارک ټائمز او واشنگټن پوسټ په دې حقله خبرونه لگولې دي.
د امریکې کانگرس د افغانستان د بیا ودانولو دپاره هیواد ته ٦٠٠ میلینه ډالرې ورکړې دي او د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ افغانستان ته یو ارب ډالرې ورکړې دي.
د رپورټ په حقله کابل کښې د امریکې سفارتخانې په یو لیکلې بیان کښې وئیلي په دې حقله خبرونه په گنگوسو اډاڼه لري. او د افغانستان د پاره د دفاع وزارت مشر افسر وئیلي رپورټ کښې د وخت نه وړاندې خبرې شوې دي.
د رپورټ په حقله خپلو خبرو کښې د افغان پارلیمان غړې شکریه برکزۍ وئیلي افغانستان کښې د پرمختیا د منصوبو په حقله امریکا باید په خپله تگ لاره کښې بدلون راولې.
وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کښې شکریه برکزۍ وویل ډیرې امریکائي منصوبې عملې کولی نشي نو په لړې کښې باید افغانستان کښې د کار قراردادونه افغان کمپنو ته ورکړی شي او د منصوبو د پاره صحیح ترجیحات ووټاکلی شي.
شکریه برکزۍ وویل د توانائي سره سره باید په اقتصادي او زرعۍ مد کښې هم منصوبې ترسره کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG