لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان څخه د امريکائي پوځيانو وتل پيل شوي


افغانستان څخه د امريکائي پوځيانو وتل پيل شوي
افغانستان څخه د امريکائي پوځيانو وتل پيل شوي

د امريکائي صدر براک اوباما دهاغه اعلان سره سم چې سږ کال به افغانستان څخه تر 10,000ؤ پورې امريکائي پوځيان خپل هيواد ته ستنيږي د روانې اوونۍ په پيل کې افغانستان څخه يو شمير امريکائي پوځيان وتلي دي.
دنيټو په مشرۍ دنړيوالو ځواکونو ديو وياند ليفټننټ کمانډر کوليټ مرفي ترمخه دشورو په ورځ دافغانستان د شمال ختيز ولايت پروان نه خواؤشا 650 امريکائي عسکر وتلي.
امريکائي پوځيان د کابل په شمال کې په امريکائي اډه بگرام کې يوې پوځي الوتکې ته ختلي.
پوځي چارواکي وائي دغه دعسکرو لمړۍ ډله وه چې دهغوي ځايې به نور تازه عسکر نۀ نيسي.
امريکائي براک اوباما په جون کې اعلان کړى ؤ چې دراتلونکي کال دهوړي تر موسم پورې به افغانستان څخه 33,000 امريکائي عسکر اوځي، دافغانستان څخه دزرگونو په شمير کې دامريکائي پوځيانو دويستو دغه منصوبه دهاغې څخه زياته چټکه ده چې امريکائي پوځي چارواکو تجويز کړې وه.
دامريکائي پوځ مطبوعاتي افسر ميجر مائيکل اون وائي دا رښتيا دي چې دا عسکر به لمړي چې دافغانستان څخه به ليږلى شي او دهغوي ځايې به نورعسکر نۀ نيسي.
امريکائي افسرانو وئيلي چې په روانه مياشت کې به ددوؤ يونټو څخه خواؤشا 800 عسکر رخصت شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG